د طالبانو په حمله کښې لس افغان فوځيان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88938-د_طالبانو_په_حمله_کښې_لس_افغان_فوځيان_ووژل_شول
د بدخشان د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کښې د طالب ځواکونو په حمله کښې د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2020 08:29 Asia/Kabul
  • د طالبانو په حمله کښې لس افغان فوځيان ووژل شول

د بدخشان د ولايتي شورا غړي په دغه ولايت کښې د طالب ځواکونو په حمله کښې د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عبدا... ناجي نظري وويل، د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کښې د افغان فوځيانو په يو پوستې د طالب ډلې په حمله کښې لس تنه فوځيان ووژل شول او دوه نور هم ژوبل شول.

د بدخشان د پوليسو وياند ثناء ا.. روحاني هم د دغه خبر په تائيدولو سره وويل، په دغه حمله کښې د افغان فوځ دوه پوستې هم طالب ډلې ونيولې.

دوه ورځې مخکښې په بدخشان ولايت د طالبانو حمله په دغه ولايت کښې د افغان فوځي ځواکونو په مقاومت سره شنډه شوې وه.