افغانستان کښې د نوي حکومت په هکله خبرې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88979-افغانستان_کښې_د_نوي_حکومت_په_هکله_خبرې_روانې_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر د اساسي قانون په چوکاټ کښې د نوي حکومت د جوړولو په هکله د خبرواترو د دوام خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2020 00:57 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د نوي حکومت په هکله خبرې روانې دي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر د اساسي قانون په چوکاټ کښې د نوي حکومت د جوړولو په هکله د خبرواترو د دوام خبر ورکړ .

هغه پرون د اشرف غني او د عبدالله عبدالله د خبرو اترو په هکله چې دواړه ځانونه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ګټونکي ګڼي وویل په افغانستان کښې د نوي حکومت دجوړولو په هکله د دغو دوو (۲) مشرانو خبرې اترې دوام لري .

وحید عمر وویل هر کار باید د افغانستان د  اساسي قانوني په چوکاټ کښې ترسره شي او له اساسي قانون بهر به هیڅ موافقه ونشي .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سلاکار وحید عمر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د عبدالله عبدالله او د  اشرف غني د انتخاباتي ټیمونو ترمینځ شخړې اوس هم دوام لري او امریکا هم ګواښ کړی دی د اختلافاتو د دوام په بڼه کښې به له افغانستان سره یو میلیارډ ډالره مرستې کمې کړي .