-
قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې نن پیلیږي
Jun 01, 2021 00:25اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلولو په هدف سره نن د قطر پلازمینې دوحې ته ورځي .
-
په غزني کې وسلوالو طالبانوته د لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي
May 31, 2021 10:56زمونږخبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان دغزنی ولایتی امنییتي چارواکو وئيلي دي ، دامنیتی ځواک په بیګانیو پاکونکو عملیاتو کې وسلوالو مخالفانو ته زیاتې مرګ ژوبلې اوښټي او دغه راز د دوي زیات شمیر وسلې ،تجهیزات او نور وسایل هم یا تباه کړئ شوي او یا هم ولجه کړئ شوي دي په دې اړه له غزني زمونږ خبریال داسې راپور راکوي .
-
د جنوبي افریقې خلګو د صهیونیستي رژیم د سفارت بندولو ګواښ وکړ
May 31, 2021 13:03د جنوبي افریقې خلګو له فلسطین څخه په ملاتړ کې د لاریون په تر سره کولو سره په دغه هیواد کې د صهیونیستي رژیم د سفارت د بندېدو غوښتنه وکړل.
-
د ایف اې ټي ایف له تورلیسټه وتل به په لومړیتوب کې وي
May 31, 2021 12:04ټاکل شوې ده دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه نیټه ترسره شي .
-
افغانستان به د نشه ایزو تو کو د کښت له بلا کله خلاصیږي ؟ له ډاکټر محب صیب څخه ئې آورو
May 31, 2021 11:09د تمباکو د نړیوالې ورځې او همداراز د تمباکو د نه کښت په تیره بیا په افغانستان کې د تمباکو او نشه ایزو توکو د سپیرې بلا دپراختیا د مخنیوی لپاره د لارو چارو په باب د افغانستان د روغتیائي چارو د وزارت یو شناندی او دعمومي ناروغیو ډاکټر محب الله خپل نظر داسې څرګندوي .
-
حکومت د کورونا د درېمې څپې کنټرولولو ته چمتووالی لري
May 31, 2021 00:46د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې هم بېړني اقدامات وکړي.
-
کرونائي بحران د افغانستان په تعلیمي او تجارتي څانګو څومره اغیزې شیندلي؟ له شناندو ئې آورو
May 30, 2021 11:00په افغانستان کې د کرونائي بحران زیاتیدا په مختلفو برخو په تیره بیا په ښونې اوروزنې، صنعتي او تجارتي برخو ډيرې زیاتې اغیزې شیندلي دي ، په دې اړه د افغانستان د ننګرهار د تجارت او صنعت د برخې مشر حسن محسن او دسیمې د مدني چارو یو فعال او شناندی اسد الله خالص خپل نظرونه داسې بیانوي .
-
د افغانستان د حکومت او د طالبانو خبرې زر پیلیږي
May 30, 2021 06:43تسنیم خبري اژانس وايي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې مرکچي پلاوی زر د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره قطر ته ورځي .
-
په غزني ولایت کي وسلوال مخالیفین د تخریبي فعالیتونو په تور نیول شوي دی
May 29, 2021 10:47دا په داسې حال کې ده چې نن دغزنی والی محمد عمر نورستاني له خپلې دندې لیری کړای شوی او په ځای ئې نوی والي داوود لغماني وپیژندل شو داوود لغماني تر دې وړاندې فاریاب ولایت لپاره دوالی په توګه تللی وو چې راپورونه په اساس د جنرال دوستم او پلویانو له خوا دندې ته پرینښودلی شو.
-
پاکستان به د افغانستان دملی امنیت له سلاکارسره رسمي تماس ونه نیسي
May 29, 2021 08:06د پاکستان خارجه وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار دغه څرګندونې غیر مسئولانه او بې اساسه تورونه بللي او ټينګار ئې کړی ، چې دغه ډول څرګندونې د اسلام اباد او کابل تر مینځ اعتماد ته تاوان رسوي .