-
طالب مرکچي ټيم له کابله خبرو پرته بیرته ګرځوو
Apr 08, 2020 08:35طالبان په داسې حال کې د اشرف غني حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو د بهیر په ځنډولو او پلمو جوړولو تورنوي ، چې د افغانستان دځاي زندانونو د ادارې مشر متیب بیګ وائي ، طالبان ددغې ډلې د خپلو هغو پنځلس لوړروتبه قوماندانانو پر خوشی کیدا ټینګار کوي ، چې په څو ځان مرګو حملو کې ئې رول درلودلی او حکومت دغه کسان نشي خوشي کولی .
-
په سمنګان کې د طالبانو او اربکیانوترمینځ په نښتې کې ۱۵طالبان وژل شوي
Apr 08, 2020 08:25د امریکا او طالبانو ترمینځ له جوړجاړي وروسته په افغانستان کې تاؤتریخوالي لاپسې زیات شوي او داسې کوم ورځ نشته چې د عامو خلکو وینه توي نشي .
-
د افغانستان حکومت په طالبانو ډلې نیوکه وکړه
Apr 07, 2020 23:58زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دفتر د کابل له حکومت سره د خبرو اترو د بندولو په دلیل په طالبانو ډلې نیوکه وکړه .
-
د ایران خارجه وزیر له اشرف غني او عبدالله سره خبرې وکړې
Apr 07, 2020 23:47زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په جلا جلا ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د وروستي سیاسي حالت او د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د رامینځته شویو اختلافاتو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه .
-
امريکائي ځواکونه د عراق ابوغُرېب اډه هم خالي کوي
Apr 07, 2020 07:58رسانه اي سرچينو د عراق د بغداد په شمال کښې له ابوغُرېب اډې څخه د امريکې په مشرۍ د داعش تش په نامه مخالف نړيوال ائتلاف د فوځيانو د وتلو خبر ورکړ.
-
د بندیانو د آزادولو په اړه نور له افغان حکومت سره خبرې نه کوو
Apr 07, 2020 07:41طالبان وائي، کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوے درې کسیز تخنیکي ټیم يې تر دې وروسته افغان حکومت سره خبرې نه کوي.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې 18-1-99
Apr 06, 2020 06:44وړومبې به په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
-
په افغانستان کې په نښتو کې ۱۶وسلوال طالبان ووژل شول
Apr 06, 2020 01:12د امریکا او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې له موافقې سره سره او همداراز له کابل حکومت سره د دغې ډلې دخبرواترو د پیلیدا په شپو ورځو کې په جنګ ځپلي افغانستان کې تاؤتریخوالي او نښتې هماغه راز دوام لري .
-
اشرف غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه نوې ګومارنې وځنډولې
Apr 06, 2020 00:37دافغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ،عبدالرب رسول سیاف یونس قانوني ، کریم خلیلي په شمول د افغانستان یو شمیر سیاسی شخصیتونو په یوې ګډې اعلامیې کې له اشرف غني او د عبدا... عبدا.. څخه د سیاسی خبرواترو د دوام لپاره غوښتنې کړي ، چې دواړو ورسره لنډمهاله موافقه کړې ده .
-
د افغانستان د سولې په باب نړیواله اجماع نشته
Apr 06, 2020 00:35د ولسواکۍ د نظام ساتل او د افغانستان د سولې له بهیره د سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کول ، د افغانستان د نوي ډيپلوماسۍ تر ټولو مهم چورلیز دی .