افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې 18-1-99
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89135-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کښې_18_1_99
وړومبې به په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2020 06:44 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې 18-1-99

وړومبې به په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

نو ښه ده اول  ډېرو مهمو خبرونو ته پام وکړئ:

د محمد اشرف غني د نوې کابينې تشکيل، له طالب ډلې سره د اشرف غني د حکومت د مذاکراټي ټيم لېسټ له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره له پاکستان او افغانستان سره نړيوالې مرستې، له کابل سره د مرستو د کمولو لپاره د امريکې د ګواښ په اړه د افغانستان د پارلېمان غبرګون، د ملي مشارکت حکومت د اشرف غني او عبدا... عبدا... د اختلافاتو د هواري وړومبنۍ نسخه، د کابل د مذاکراتي ټيم په اړه د طالبانو د منفي دريځ په اړه د افغان حکومت غبرګون او د ايران په خلاف د بنديزونو په لغو کولو د پاکستاني چارواکو تاکيد په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ځينې ډېر مهم خبرونه او بدلونونه وو.

د افغانستان د صلحې د چارو وزارت د طالب ډلې لخوا د حکومت د مذاکراتي ټيم د ردولو په اړه غبرګون کښې وويل: دغه ډله له کابل حکومت سره د جنګ په حال کښې نو ځکه پکار دي دغه پلاوے هم افغان حکومت وټاکي.

د افغانستان د صلحې په چاروکښې د حکومت د وزارت وياندې مېرمن ناجيه انوري  د دغه هېواد د ولسمشرۍ د اړګ ماڼۍ د مذاکراتي ټيم د ردولو په اړه د طالب ډلې د دريځ په غبرګون کښې وويل، د افغانستان مذاکراتي پلاوے د ټولنې د تاثير کونکو او مطرحو پرګنو سره له زياتو صلاح مشورو وروسته تشکيل شوے دے نو ځکه پکار نه دے طالبان يې رد کړي.

د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وزارت له دې مخکښې اعلان کړے ؤ چې له طالبانو سره زمونږ د خبرو اترو لپاره اېجنډا معلومه ده او صلحې ته د رسېدو لپاره خبرو اترو ته چمتو يوو.

طالب ډلې له دې مخکښې په يوې بيانيه کښې ويلي وو چې افغان حکومت په خبرو اترو کښې له ګډون کونکو لورو څخه يو لورے  دے او په دې  وجه مذاکراتي ټيم پراخه بنسټه او د دغه هېواد د ټولنې د تاثير کونکو پرګنو نمائنده نه دے له دغه پلاوي سره به خبرې اترې ونه کړوو.

د افغانستان د حکومت د مذاکراتي پلاوي د لېسټ په ردولو کښې د طالب ډلې دريځ ښودنه کوي چې د بين الافغاني خبرو اترو بهير له زياتو مشکلاتو سره مخامخ دے.

هغه ډول چې طالبانو په خپله بيانيه کښې اشاره کړې ده د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي د لېسټ د ردولو وجه د لېسټ نه پراخبنسټه والے اعلان شوے دے.

په نورو الفاظو سره طالب ډلې د افغانستان د ولسمشر ارګ لخوا د معرفي شوے مذاکراتي ټيم د ضروري جامعيت او ټولو سياسي، قومي او مذهبي ډلو د استازي د شتون نيشتوالے بولي.

دا اټکل شته چې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره د محمد اشرف غني لخوا د معرفي شوي لېسټ د نه پراخبنسټ والي په باره کښې د طالبانو د دريځ بنيادي وجه له عبدا... عبدا... سره د هغه اختلافاتو او تاوتريخوالو ته اشاره لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستيو نتائجو له اعلانولو نه پس دغه لانجه د دغه هېواد په سياسي فضاء کښې له مخکښې نه زياته په ډاګه ليدل کيږي. داسې چې عبدا... هم له غني سره په يو وخت په سپېدار ماڼۍ کښې د جمهوريت رياست د لوړې مراسم جوړ کړ او ځان د پاکو رايو په بنياد د انتخاباتو واقعي بريالے وبلۀ.

د کورنيو او بهرنيو مينځګړو د کوټلو صلاح مشورو باوجود غني او عبدا... هم هغه شان جوړجاړي ته نه دي تيار شوي او دا مسئله هم د خلقو او هم د افغانستان په بدلونونو کښې د ښکېلو نورو لورو لپاره اندېښمنونکې شوې ده.

طالبا او امريکه چې د فرورۍ په نهويشتمه يې د قطر په پائتخت دوحه کښې د صلحې موافقه ليک لاس ليک کړے دے په دغې موافقې باندې د غني او عبدا.. د اختلافاتو د دوام منفي تاثير ته اندېښمن دي. که څه هم طالبان د افغانستان په مختلفو سيمو کښې خپلو مرګونو حملو ته په دوام سره د دغې موافقې د لاسليکېدو له هم هغه وړومبي وخت نه د دغې موافقې خلاف ورزي کړې ده.

دا حقيقت له مخکښې نه زيات په ډاګه شوے دے چې په افغانستان کښې ژور سياسي تاوتريخوالي د افغانستان د حکومتي استازيو، سياسي، قومي او مذهبي ډلو او مدني ټولنې په ګډون سره د بين الافغاني پراخ بنسټو خبرو اترو لپاره خنډ دي او په غير پراخ بنسټو خبرو اترو کښې د هر ډول موافقه به سخته ماتېدونکې وي.

له هغې موافقې څخه د افغان ولس نه ملاتړ چې يوازې د دغه هېواد د ټولنې د يوې برخې استازي پکښې شتون ولري هيڅکله به دوام ونه لري او په افغانستان کښې د يوې دائمي صلحې د ټٍينګښت ضمانت نه شي ورکولې.

داسې ښکاري جې طالب ډله هم په افغانستان کښې له تاوتريخوالي ډکو سياسي حالاتو ته په پام سره د دغه هېواد د حکومت لخوا د خبرو اترو لپاره د يو داسې لېسټ برابرولو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ټولې ټولنې استازيتوب وکړې شي.

د افغانستان ولسي جرګې اعلان وکړ ، له افغانستان سره د يو ميليارډ ډالرو مرستې د کمولو په اړه د امريکې دخارجه وزير څرګندونې د دوه اړخيزه سټراټيجک موافقه ليک په خلاف دي.

د افغانستان د پارلېمان د کورني امنيت کمېشن په يوې بيانيه کښې وويل چې له افغانستان سره د امريکې د يو ميليارډ ډلري مرستو کمول به له ترهه ګرۍ سره د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په مبارزې باندې نېغ په نېغه تاثير ولري.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو له هغه بې نتيجې سفره وروسته چې کابل ته يې د يو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په خاطر د اشرف غني او عبد... ترمېنځ د مېنځګړيتوب لپاره لرۀ په يوې بيانيې کښې وويل چې په ۲۰۲۰ کال کښې له کابل سره د سپينې ماڼۍ يوميليارډ ډالري مرستې به کمښت پېدا کړي.

له افغانستان سره د يو ميليارډ ډالري مرستو د کمولو په اړه د امريکې ګواښ په داسې حالاتو کښې دےچې سپينې ماڼې په دوو اړخيزه سټراټيجک موافقه ليک کښې د امنيت د ټينګښ او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو په د مالي او تجهيزاتي سنبالونې ژمنه کړې ده، په کابل باندې د واشنګټن د دباونو يو نوې شکل دے.

آمريکه چې په دېوروستيو کښې يې له طالبانو سره د صلحې موافقه ليک لاسليک کړے دے ، په افغانستان کښې اوسني سياسي حالات د دغې موافقې لپاره يو خطر بولي ، په تېره بيا دا چې د دغه موافقه ليک د مهمه  اجرائي برخه د افغان حکومت له اقداماتو سره تړاو لري.

د امريکې لپاره دا اندېښنه موجوده ده چې د عبدا... او اشرف غني لخوا د بيله بيلو حکومتونو د تشکيلولو په اړه په افغانستان کښې اوسني بهير په دوام سره به د واشنګټن او طالبانو د صلحې موافقه له ماتې سره مخامخ شي.

همدا مسئله د دې سبب شوه چې په دې وروستيو کښې له يوې مياشتې نه په کمه موده کښې مائک پومپئو دوه ځل افغانستان ته لاړ شي او د اقتدار په سرد جوړجاړي لپاره له غني او عبدا... سره خبرې اترې وکړي.

له پومپئو سره په يو وخت د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليلزاد هم له عبدا... او غني سره پراخې صلاح مشورې وکړې هغه هم بې نتيجې وې.

په افغانستان کښې د مينځګړي د رول په لوبولو کښې د امريکې د سياست ماتې د دې سبب شوه چې دغه هېواد له ګواښ نه کار واخلي او له کابل سره د يو ميليارډ ډالرې مرستو د کمولو لپاره د خپل پروګرام خبر ورکړي.

د عبدا... او غني ترمېنځ د سپينې ماڼۍ د مينځګړي پالا سياست په ماتې سره اوس د امريکې حکومت اوس د ګواښ پالېسۍ ته مخه کړې ده چې له طالبانو سره د صلحې له موافقه ليک څخه خطر لرې کړې شي.

د واشنګټن چارواکي ښه پوهيږي چې په افغانستان کښې د سياسي تاوتريخوالي په دوام سره د بين الافغاني خبرو اترو امکان به ډېر کمزورے شي او همدغه مسئله په افغانستان کښې د امريکې لپاره يوه بله ماتې رامنځته کوي.

په همدې وجه امريکه له افغانستان سره د يوميليارډ ډالري مرستو د کمښت په ګواښ سره د سياسي جوړجاړي لپاره د غني او عبدا... د مجبورولو لپاره په کوشش کښې ده. البته د سپينې ماڼۍ د دغې تګلارې اصلي مقصد د اشرف غني د دريځونو نرمول او په افغانستان کښې د ملي وحدت د حکومت له دورې څخه په زيات قدرت کښې د عبدا... ته د برخې ورکولو لپاره د هغه شاتګ دے.

افغان سرچينو د محمد اشرف غني او عبدا... عبدا... ترمېنځ چې دواړو ځانونه افغان ولسمشران بولي د اختلافاتو د هواري د نزدېکت خبرو ورکړ.

د افغانستان د شورای حراست و ثبات وياند مسعوود ترشتوال وويل، د ملي مشارکت د حکومت د تشکيل د پلان په باره کښې له اشرف غني او عبدا... سره د نفوذ لرونکي جهادي کس عبدالرب رسول سياف او ځينو سياسي شخصيتونو وروستيو ليدنو کتنو يو لړ اميدوارونکې نتيجې لرلې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانسستان د ولسمشرۍ رياست ارګ تراوسه په دې اړه د نظر څرګندونه نه ده کړې.

که څه هم  تراوسه د ملي مشارکت د حکومت د جوړښت جزئيات چې ويل کيږي عبدا... او غني يې د تشکيل په اړه موافقې ته رسيږي نه دي خپارۀ شي خو داسې ښکاري چې د ملي مشارکت د حکومت مقصد هم د ګډې حکومت دارۍ لپاره د عبدا... او غني د ائتلاف د ملي وحدت د حکومت په شان وي.

دې ته په پام سره چې د کابينې د اجرائي مشر په توګه  د افغانستان د ملي وحدت په حکومت کښې د عبدا... پوسټ د مجريه قوې د جوړښت په باره کښې د دغه هېواد په اساسي قانون کښې له مطرح چوکاټونو بهر ؤ او په دې بنياد  د هغه د کارکردګۍ د صلاحيتونو څه معلوم تعريف هم موجود نه ؤ او د دغه حکومت په پينځه کلنۍ دوره کښې تل په حکومت کښې د عبدا... رول  په يوې کوښه کښې او د ولسمشر ترسيوري لاندې يو رول ؤ.

له دې سره سره چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د تشکيل په موافقه ليک کښې وضاحت شوے ؤ چې غني د افغانستان د ولسمشرۍ په پوسټ کښې پکار دے  د لوے جرګې په تشکيلولو او د اساسي قانونو په اصلاح کولو سره د وزيراعظمۍ پوسټ د بڼه نيونې زمينه برابره کړې وې خو د دغه حکومت په پينځه کلنۍ دوره کښې دغه اقدام ونه شو چې دا مسئله تل د عبدا... د اعتراض وړ وه. د دغه موافقه ليک مطابق ټاکل شوې وه چې عبدا... د اساسي قانون په اصلاح کېدو او پکښې د وزيراعظمۍ د پوسټ په ځاے کولو سره دغه مسئوليت غاړه واخلي.

په مجريه قوې کښې د وزيراعظمۍ د نوي جوړښت د ارامنځته کولو او عبدا... ته يې د سپارلو په هدف سره په تېرو پينځونو کلونو کښې د لوئې جرګې د تشکيل او د اساسي قانون د اصلاح  لپاره د غني نه ژمنوالي ته په پام سره د هغوي د اختلافاتو د هواري په باره کښې د افغانستان په سياسي فضاء کښې هم هغه شان شکونه موجود دي.

په خاصه توګه دا چې د ملي  وحدت د حکومت د فعاليت په پينځو کلونو کښې د افغانستان د کابينې د اجرائي مشر په پوسټ کښې د عبدا... د شتون باوجود غني هغه ته د اقتدار د پنځوس فيصده ونډې په بنياد د ملي او ځاي چارواکو په ګمارلو او لرې کولو کښې د مشارکت لپاره څه فرصت ورنکړ.

په داسې حالاتو کښې داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې غني عبدا... ته د خپلو قانوني صلاحيتونو د يوې برخې د سپارلو لپاره چې د هغه د اختياراتو د کمېدو سبب کيږي لازمي اراده پېدا نه کړي د مينځګړو کسانو صلاح مشورې او هلې ځلې به څه نتيجه ورنکړي.\

-------------