د افغانستان د سولې په باب نړیواله اجماع نشته
د ولسواکۍ د نظام ساتل او د افغانستان د سولې له بهیره د سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کول ، د افغانستان د نوي ډيپلوماسۍ تر ټولو مهم چورلیز دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ دافغانستان دخارجه وزارت نوي سرپرست محمدحنیف اتمر پرون مازدیګر دخپلې معارفې په دستورو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د افغانستان د سولې د بهیر په باب سیمه ایزه او نړیواله اجماع نشته ، ووئيل ، په افغانستان کې تلپاتې سوله او د جمهوریت ساتنه، د سیمې په ګټه او د جګړې دوام د سیمې په زیان دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د سیمې هیوادونه د افغانستان د حالاتو په باب دقیق درک نه لري ، او د افغانستان درک هم د سیمې له حالاتو محدود دی ، زیاته کړې ، د ولسواکۍ د نظام ساتل او د افغانستان د سولې له بهیره د سیمه ایز ملاتړ ترلاسه کول ، د افغانستان د نوي ډيپلوماسۍ تر ټولو مهم چورلیز دی .
هغه د خپلو خبرو په بلې برخې کې پر درستو سیاسی لورو او ډلو ټپلو هم غږ کړی ، له سیاسی اختلافاتو سره سره دې د ملی ګټو د تامینولو لپاره سره یوه خوله شي او هراړخیز حکومت دجوړولو لپاره دې د اشرف غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي ، که داسې نه وي ،نو جمهوری نظام به له خطرو سره مخامخ شي . مونږ په اوسنیو شرائطو کې له څلورو سترو مشکلاتو سره یعني ،له جنګ ،کرونا ویروس خپریدا، د سولې لپاره د بهرنۍ اجماع له نه شتون او سیاسی اختلافاتو سره مخامخ یوو ، چې باید په خود کې شو ،ګني نو تاریخ به مو ونه بخښي .