اشرف غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه نوې ګومارنې وځنډولې
دافغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ،عبدالرب رسول سیاف یونس قانوني ، کریم خلیلي په شمول د افغانستان یو شمیر سیاسی شخصیتونو په یوې ګډې اعلامیې کې له اشرف غني او د عبدا... عبدا.. څخه د سیاسی خبرواترو د دوام لپاره غوښتنې کړي ، چې دواړو ورسره لنډمهاله موافقه کړې ده .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشر د سټراټژيکو چارو سلاکار وحید عمر پرون ناوخته وئيلي دي اشرف غني،د افغانستان د دحکومتي کابینې د غړو د معرفي کولو دځنډولو په باب دسیاسی مخه ورو په غوښتنې سره د غه بهیر، د سیاسی خبرواترو د دوام په موخې سره تر پنځو ورځو پورې ځنډولی دی .
د عبدا....عبدا....مطبوعاتي دفتر هم پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، د سیاسی مشرانو داعلامیې په هرکلي او د افغانستان مشکلاتو اوچیلنجونو ته په پام سره ئې د سیاسی اختلافاتو د حل لپاره د خبرواترو نیټه تمدید کړې ده