-
ایران د عراق د سیاسي کړکیچ د حل لپاره سپارښتنې کړي دي
Aug 30, 2022 03:57زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي وویل ایران عراق ته د سیاسي کړکیچ د حل کولو لپاره ضروري سپارښتنې کړي دي.
-
ایران د قانون په چوکاټ کښې د عراق د موضوعګانو حل غواړي
Aug 30, 2022 03:24ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په عراق کښې د ملي وحدت ساتل او د قانوني ادارو احترام کول اهمیت لرونکي وبلل او د عراق د حکومت د اقتدار د ساتلو او د قانوني بهیرونو په چوکاټ کښې د هیواد په داخلي ډګر کښې د مطرحو موضوعګانو په حل کیدا یې ټینګار وکړ.
-
مقتدی صدر ناڅاپی له سیاسته ګوښه شو
Aug 29, 2022 16:19آیت ا... سید کاظم حسینی حائري د تقلید دیوه مرجع په توګه د صدر بهیر او پخپله د مقتدی صدر ډير کلک پلوی پيژندل کیږي، او نن ئې له مرجیعّت څخه دخپلې څنګةکیداپه اعلان سره په غیر مستقیم ډول مقتدی صدر مخاطب کړ او دشهیدین صدر په نامې سره ئې دعراق د ولس ترمینځ په درز اوتفرقې رامینځةکولو سختې نیوکې وکړې.
-
د عراق سیاسی لوري نن سره مهمه غونډه کوي
Aug 17, 2022 06:28د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دیپه دغه هیواد کې دسیاسی بندون دحل لپاره باید ملی خبرې اترې او همفکري ترسره شي.
-
په عراق کې دځينو شرطونو له پوره کیدا پرته دانتخاباتو ترسره کیدا ممکنه نه ده
Aug 11, 2022 05:47د عراق د قانون حکومت ائيتلاف یوه مسئول ووئیل،د ځينو شرطونو له پوره کیدا پرته،په عراق کې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا امکان نشته.
-
په عراق کې وارمخکې پارلیماني انتخابات،دعراقي ډلو ټپلو مشورې
Aug 05, 2022 15:07د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو دترسره کیدا لپاره دیوې امن فضا دتامینولو او په دې اړه د ملی اجماع له ترلاسه کیدا وروسته ددغه شان انتخاباتو پشمول د ولس د ګټو دپوره کیدا او دسیاسی بحرانونو دحل لپاره د هر یوه قانوني بهیر ملاتړ کوي.
-
په عراق کښې د عربستان او د اماراتو لاسوهنه روانه ده
Jan 12, 2022 11:31زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د « فتح » ائتلاف استازي احمد الموسوي وویل د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لاسوهنې سبب شوې چې محمد الحلبوسي د دوهم (۲) ځل لپاره د پارلمان مشر شي .
-
عراق کښې داعش ډلې پینځلس کسان وژلي دي
Oct 27, 2021 05:57زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو بیګا د عراق په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په څو کلیو باندې د داعش ترهګرې ډلې د حملې خبر ورکړ چې له کبله یې دیرش (۳۰) بې ګناه ښاریز وژل شوي او ژوبل شوي .
-
عراق باید له تیرو غلطیانو درس واخلي او اختلاف ختم کړي
Oct 18, 2021 10:51الفرات نیوز خبري اژانس نن راپور ورکړ د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د پارلمان د انتخاباتو په نتیجو باندې د اعتراض په هکله وویل له تیرو غلطیانو باید درس واخلو او اختلافات څنګ ته کړو .
-
د عراق د پارلمان د ټاکنو نوي پایلې اعلان شوې
Oct 13, 2021 12:08صابرین نیوز خبري اژانس وايي د عراق د انتخاباتو ستر کمشنرۍ د اته زره او پینځه سوه اوه څلویښتو (۸۵۴۷)مرکزونو د رایو په لاسونو سره له شمیرلو وروسته د پارلمان د انتخاباتو نوي نتیجې اعلان کړې .