-
د ايران او سعودي په خبرو اترو کښې وړومبنۍ موافقې رامنځته شوې دي
Oct 31, 2021 14:07د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران او سعودي په خبرو اترو کښې د وړومبنيو موافقو خبر ورکړ.
-
له ایران سره مذاکرات دوستانه دي
Oct 31, 2021 04:09د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بیګا وویل چې له ایران سره خبرې اترې دوستانه دي خو ډیر پرمختګ یې نه دی کړی
-
بحرین هم د لبنان دسفیر د ویستلو لپاره ۴۸ساعته وخت ورکړ
Oct 30, 2021 03:01د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ په داسې حال کې دی چې عربستان هم همداراز دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .
-
سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د پیاوړي کولو په لار کښې :-
Oct 29, 2021 11:03د نیواکي فلسطین ګلوبز(Globes) عبري ژبې ورځپاڼې د بحرین او د متحده عربي اماراتو په مینځګړیتوب سره د سعودي عربستان او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د څو تړونونو د لاسلیک کیدا خبر ورکړ .
-
له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو اشوا کېدل
Oct 29, 2021 04:05د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیل او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي.
-
د سعودي عربستان حکومت علي النمر خوشی کړ
Oct 28, 2021 07:46زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان د ستر شیعه مذهبي مشر شهید شیخ نمر باقر النمر وراره علي النمر چې په هیواد کښې د حکومت پرضد اعتراضونو کښې د ګډون په جرم مخکې په اعدام محکوم شوی و پرون له زندان څخه خوشی شو .
-
د یمن پوځي قدرت عربستان له امریکا څخه مرستې ته مجبوره کړ
Oct 28, 2021 06:46رویټرز خبري اژانس وايي د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف پرضد په تیرو څو میاشتو کښې د یمن د ځواکونو د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو له پراخو عملیاتو وروسته سعودي رژیم د دافع هوا د پیاوړتیا لپاره له امریکا د وسلو د اخیستلو غوښتنه وکړه .
-
له سعودي سره د ايران اقتصادي تعلقات شروع شول
Oct 28, 2021 03:49د ايران د صادراتو د کنفيډرېشن مشر وويل: له سعودي سره اقتصادي تعلقات شروع شوي او د ايراني سامانونو وړونکې وړومبنۍ کيشتۍ د سعودي په يو بندر کښې لنګر اچولے دے.
-
اروپایان دې داسې عمل نه کوي چې امریکا ئې نفوذي حوزه وګڼي
Oct 25, 2021 11:39ډاکټر ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران تل خپلو ژمنو ته پابنده دی روښانه کړه ،سره له دې ، اروپائی هیوادونو په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پخپل ژمنو عمل نه دی کړی، اروپائي هیوادونه، که په نړیوالې ایټمي موافقې کې وي او که په نورو موضوعګانو کې ،باید داسې عمل ونه کړي ، چې امریکا احساس کړي ،اروپا د دوي د نفوذ حوزه ده .
-
ملګري ملتونه دطالبانو په ضد دبندیزونو لغوه کولو ته تیار دي
Oct 25, 2021 13:08د روسیې د د غه چارواکي دڅرګندونو په اساس ، ملګري ملتونه تیار دي چې د طالبانو په ضد بندیزونه لغوه کړي او دا یوه تخنیکي موضوع ده چې روسیه د حل لپاره تیاره ده .