له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو اشوا کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107518-له_صهیونیستي_رژیم_سره_د_عربستان_د_اقتصادي_اړیکو_اشوا_کېدل
د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیل او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2021 04:05 Asia/Kabul
  • له صهیونیستي رژیم سره د عربستان د اقتصادي اړیکو اشوا کېدل

د بحرین او امارات په مینځګړیتوب د سوداګریو څو موافقې د اسرائیل او سعودي عربستان تر مینځ لاسلیک شوي دي.

د ګلوبز ورځپاڼې په یو راپور کې ولیکل په داسي حال کې چي عربستان د فلسطین د ملاتړ ادعا کوي، د اسرائیل او سعودي رژیمونه په وروستیو میاشتو کې د ډیپلماټیکو اړیکو د برقرارولو په موخه سلامشورې تر سره کړي.

د دې ورځپاڼې له راپور  سره سم، دواړو لورو مهمو سوداګریزي موافقې هم لاسلیک کړي، د عربستان بازار د اسرائیلي شرکتونو لپاره خورا د اهمیت وړ دی.

دا په داسي حال کې دی چي د یهودیانو د لومړني عبادتځای د جوړېدو چارې هم په ریاض کې رواني دي، دغه ستره ودانۍ به په عربستان کې د یهودیانو مرکز وي.

د دې راپور سره سم، د رواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته له عربستان لومړنی الوتنه وشوه چي ورپسې د سې شنبې په ورځ هم د ریاض په هوایي میدان کې د اسرائیل لومړني الوتکه کښیناسته.