بحرین هم د لبنان دسفیر د ویستلو لپاره ۴۸ساعته وخت ورکړ
د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ په داسې حال کې دی چې عربستان هم همداراز دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .
ایرنا خبری آژانس د الجزیره خبری چینل له قوله راپور ورکړ، بحرین هم د لبنان د اطلاع رسونې د وزیر له هغو څرګندونو سره په ارتباط کې چې په یمن ئې د سعودي ائیتلاف پوځي تیري محکوم کړي دی ، له عربستانه په پيروۍ سره ، په منامې کې دلبنان سفیر ته اته څلویښت ساعته وخت ورکړی څو له دغه هیواده ووځي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د ریاض رژيم دجمعې ورځې له فیصلې د منامې ملاتړ په داسې حال کې دی چې عربستان هم همداراز دغه هیواد ته د درستو لبنانیو شیانو د وارداتو د درولو فیصله کړې ده .
د لبنان داطلاعاتو دچارو وزیر جارج فرداحي څو ورځې مخکې په یوه ټیلیویژني پروګرام کې په یمن کې د سعودي تیریګر ائیتلاف د تیریو او او جنایتونو په محکومولو سره وئیلی چې د یمن انصار ا... غورځنګ د جنګ په کلونو کې د دغه ائیتلاف د اقداماتو په وړاندې یوازې دځان دفاع کړې ده . او زه باؤري یم دغه جنګ چټي دی او باید ودرول شی ، دیمن ملت له ځانه دفاع کوي ، آیا دغه شان ملت باندې تیری روا دي ؟
داپه داسې حال کې دي چې د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ په پنجشنبې ورځې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې په ټينګار سره چې د جارج قرداحي په ضد دخولې یرغلونه د لبنان په حاکمیت او کرامت تیری دی ، روښانه کړې ده ، حزب ا... غورځنګ په چورلټ ډول د لبنان د اطلاع رسونې د وزیر دڅنګة کولو او یا په اجباري ډول استعفی ته دهغه د اړباسلو هر ډول غوښتنې سره مخالف دی .