-
دایران دملت اتحاد دښمانان حیرانه کړی دی
Mar 21, 2018 01:28زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په یوه (۱)پیغام کښې ۱۳۹۶ هجری لمریز کال دایران د اسلامی جمهوریت دبدغواړو له هڅو او غوښتنې سره سره په بیلابیلو ډګرونو کښې دایران دملت د بریالیتوب کال وباله او ډاګینه یې کړه دایران دملت اتحاد ټولو دښمانان حیرانه کیدا ته مجبوره کړل او زمونږ دملت په لوړتوب یې اعتراف وکړ .
-
ترهګرو دسوریې په غوطه شرقی کښې ۳۵ کسان ووژل
Mar 21, 2018 00:52ایرنا خبری اژانس په دمشق کښې دامنیتی سرچینو په قول وویل د پلازمینې دمشق په خوا کښې په «غوطه شرقی» سیمه کښې دماتی خوړلیو ترهګرو په بیګا شپې هوان حملې کښې کابو پینځه دیرش(۳۵) کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول .
-
ترک پوځیانو د عفرین ښار کنټرول ترلاسه کړ
Mar 18, 2018 15:25د ترکیې ولسمشر په یولړ څرګندونو کښې د ترک پوځیانو لخوا د سوریې په شمال کښې د عفرین ښار د نیولو خبر تایید کړ.
-
دترکیې پوځ به سورئې کې دفرات په ختیځ اولویدیځ کې ترهه ګرې ډلې نابودی کړی
Mar 18, 2018 08:17دترکیې پوځ د کرد مخالفانو د نابودۍ په پلمه دجنورۍ له شلمې نیټې راهسې دسورئې په خاورې په ښکاره تیریو او دسورئې د آزاد پوځ په نامه له وسلوالو ترهه ګرو سره په ملګرتیا سره دسورئې په شمال کې په عفرین سیمې کې د زیتون په نامې سره عملیات پیل کړی دی ، چې د سورئې حکومت او دسیمې آزادو هیوادونو اوملتونو دسورئې په شمال کې په دغې سیمې کې د ترکیې دپوځ دعملیاتو په محکومولو سره له دغو سیمو د ترکیې دپوځ د سملاسی ویستلو غوښتنې کړی دی .
-
دسوریې پوځ د غوطه شرقی دوې نورې سیمې ازادې کړې
Mar 18, 2018 01:41زمونږخبریال وایی د سورې پوځ د خپلومتحدانو په ملګرتیا سره په «غوطه شرقی» کښې ددوو (۲)نورو مهمو سیمو کنټرول په لاس کښې واخیست .
-
لویدیځو هیوادونو ترهګرو ته کیمیاوې وسلې ورکړی
Mar 18, 2018 00:43روسیه الیوم ټیلی ویژن راپور ورکړ د روسیې د پوځ دلوې درستیزوالې د عملیاتو دادارې مشر سرګی رودسکوی(Sergey Rudskoy) ایشوا کړه چې دلویدیځو هیوادونو یوشمیر موسسې په سوریې کښې د ترهګرو ملاتړ او مرسته کوی .
-
دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
Mar 17, 2018 08:55دتهران دپښتو خپرونې انټرنیتی پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې هم درسره شریکې کړو ، نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
-
د آستانه د غونډې پاییزه بیانیه خپره شوه
Mar 16, 2018 11:33په سوریه کښې د اوربند د ضمانت کونکو هیوادونو یعنې ایران، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن د آستانې د غونډې په پاییزه بیانیه کښې، د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
-
د سوریې تر بشپړې آزادۍ پورې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه ضروري ده
Mar 16, 2018 11:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې نن سبا د سوریې کړکیچ د بدلانه په پیچومي کښې دی، د ترهګرو ډلو له نیواکه د دغه هیواد د خاورې تر آزادۍ پورې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
-
امریکا باید له ټروریسټانو سره ملګرتیا پاې ته ورسوی
Mar 16, 2018 01:48ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې لومړی وزیر« بن علی ییلدریم» د اذربایجان جمهوریت له یوه (۱)خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل امریکا باید په سیمه کښې له ترهګرو ډلوسره ملګرتیا ختمه کړی او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې خپل دریځ په شفاف ډول بیان کړی .