-
هیله ده د سوریې د حکومت پرضد وسله والې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي
Dec 07, 2024 03:37د ترکیې ولسمشر له ډیپلوماتیک دود لرې په عجیبه څرګندونو کې هیله څرګنده کړه چې د سوریې د حکومت پرضد ترهګرې وسله والې ډلې له کومې «پېښې پرته» خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.
-
په سوریه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ دوام، د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی
Dec 07, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په لیدنه کې زیاته کړه، له ترهګرو سره د مبارزې او ماتولو لپاره د سوریې او عراق له حکومتونو سره، د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ ضروري او حیاتي دی.
-
عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
Dec 07, 2024 02:40د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
ګوترش په سوریه کې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه
Dec 06, 2024 10:16د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوتریش" پرون په سوریه کې د کړکېچ پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي "ګیر پیډرسن" سره د سوریې د حاکمیت، یووالي، خپلواکۍ او بشپړتیا او د سوریې د خلکو مشروع غوښتنې پوره کولو لپاره جدي همکاري وکړي.
-
امریکا د سوریې پرضد له دروغو ډکو ادعاګانو ته دوام ورکړی
Dec 06, 2024 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې ډیپلوماټ په سوریې کښې د ډلوژونکو وسلو د شتون په هکله د امریکا د چارواکو څرګندونې په دوه زره دریم میلادي کال کښې په عراق باندې له حملې مخکې د امریکا د چارواکو څرګندونو ته ورته وبللې او له تکفیري ترهګرو یې د واشنګټن د استازي ملاتړ وغاند.
-
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی دی
Dec 06, 2024 02:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسمي خبري اژانس (واع) پرون راپور ورکړ چې د سوریې خارجه وزیر بسام صباغ بغداد ته رسیدلی.
-
د امریکا ، د انګلستان او د اسرائیلو هدف د مسلمانانو د وحدت له مینځه وړل دي
Dec 06, 2024 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د «صدر» ډلې مشر سید مقتدا صدر پرون د سوریې د بدلونونو په هکله وویل: هیڅوک باید د امریکا ، د انګلستان او د اسرائیلو له سپيرو پلانونو سره چې هدف یې د دین نابودول ، د مسلمانانو د وحدت ماتول او تفرقې اچول دي یوځاې نشي.
-
سوریه له یوه تر ټولو خطرناک جنګ سره مخامخ ده
Dec 06, 2024 01:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې دفاع وزیر جنرال «العماد عباس» بیګا په یوې بیانیې کښې وویل نن سبا د ترټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په مقابل کښې له یوه تر ټولو سخت جنګ سره مخامخ یوو کومې چې له چریکي رودو څخه استفاده کوي.
-
ایران او ترکیه نه یوازې د سورېې بلکي د سیمې د ډیرو مسائیلو په هکله یو شان نظر لري
Dec 06, 2024 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له «العربي الجدید» ورځپاڼې
-
د سوریې په حلب کې ترهګرو درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي
Dec 05, 2024 04:35په داسې حال کې چې ترهګر هڅه کوي د رسنیو په تبلیغاتو سره خپل وحشت پټ کړي، په حلب کې یې درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي.