-
د فلسطین ملت به خپل مقاومت ته دوام ورکړي
Apr 28, 2023 10:18د اسلامي جهاد او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیستي پوځیانو په ډزو کې د یوه فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې اعلان وکړ چې د فلسطین ملت به د صهیونیستي رژیم د نیواک تر ختمېدو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
-
بريتانیا له افغانستانه د وتلو په تړاو د پلټنې غوښتنه رد کړې
Apr 28, 2023 08:32د بریټانیا حکومت له افغانستانه د بریټانوي او افغان وګړو د ایستنې د بهیر په تړاو د رسمي پلټنې غوښتنې رد کړې ده.
-
د امریکا په خوښه له روسیې تیل واردوو
Apr 28, 2023 08:19د امریکا لپاره د پاکستان سفیر مسعود خان ویلي چې د امریکا په ضمني خوښې له روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي.
-
د هلمند له سیند څخه د ایران حقابه؛ یو ایراني پلاوی کابل ته سفر کوي
Apr 28, 2023 08:10د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان مشر ویلي چې د هیرمند یا هلمند له سیند نه د ایران د حقابې موضوع د څېړنې په موخه به را روانو اونیو کې، له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي.
-
هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي
Apr 28, 2023 07:50د طالبانو سرپرست حکومت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.
-
نن د ثور اتمه د مجاهدينو د بري له ۳۱مې کليزې سره برابر ده
Apr 28, 2023 07:28نن جمعه، د غویي یا ثور د میاشتې اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بري له ۳۱مې کلیزې سره برابر ده.
-
اوچا د افغان نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټينګار کړی
Apr 28, 2023 07:19د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټینګار کړی.
-
امنيت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړو بنديزونه وغندل
Apr 28, 2023 07:12امنیت شورا د امریکا په وخت د پنجشنبې ناوخته په خپله غونډه کې په دې اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ، ټینګار شوی چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.
-
په سوډان کې دنښتو له امله د اوبو،بریښنا اوخوراکي موادوکمښت رابرسیره شو
Apr 26, 2023 08:27د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواک ترمینځ د نښتو له لس ورځو تیریدا وروسته پرون اعلان شوی چې دواړه لوري د اوربند د ټينګیدا لپاره سره پخلا شوي دي.
-
د ایران دفاع وزیر په ماسکو کښې د سیمې د امنیت په هکله صلاح مشورې وکړې
Apr 26, 2023 01:16د ایران دفاع وزیر په ماسکو کښې د څلوراړخیزې غونډې ترڅنګ د روسیې، سوریې او ترکیې له دفاع وزیرانو سره جلاجلا کتلي او د سیمې د امنیت د تامینولو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.