د فلسطین ملت به خپل مقاومت ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132028-د_فلسطین_ملت_به_خپل_مقاومت_ته_دوام_ورکړي
د اسلامي جهاد او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیستي پوځیانو په ډزو کې د یوه فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې اعلان وکړ چې د فلسطین ملت به د صهیونیستي رژیم د نیواک تر ختمېدو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-04-28T05:51:48+00:00 )
Apr 28, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملت به خپل مقاومت ته دوام ورکړي

د اسلامي جهاد او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیستي پوځیانو په ډزو کې د یوه فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې اعلان وکړ چې د فلسطین ملت به د صهیونیستي رژیم د نیواک تر ختمېدو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

"طه یعقوب احمد" د پنجشنبې په ورځ د قدس په شمال کې د «ارئیل» صهیونیست میشتې ښارګوټي ته څېرمه د صهیونیستي پوځیانو په ډزو کې شهید شو.

د فلسطین الیوم د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د جمعې په شپه په یوې بیانیې کې د شهید احمد یعقوب طه له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ اعلان وکړ چې په قدس کې د غاصب رژیم د جنایتونو او وژنو دوام، په خپل اصلي مقاومت باندې د فلسطین د خلکو پابندي، چې هره ورځ د سرغړونو پروړاندې د مقابلې توان او د ځواب ورکولو وړتیا څرګندوي، زیاتېږي.

اسلامي جهاد ټینګار وکړ چې له صهیونیستیانو څخه به د دغه فلسطیني شهید د وینې غچ واخلي.

حماس په دې باندې په ټینګار سره چې د فلسطین خلک به د بې حرمتۍ په مقابل کې غلي پاتې نه شي او له خپله ځانه  دفاع ته به وفادار پاتې شي، له فلسطینیانو وغوښتل چې د مسجدالاقصی د دفاع لپاره د نیواکګرو او ښارګوټو مېشتو د شومو پلانونو د شنډولو لپاره د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړی.