-
د اسرائیلو د جګړې میاشتنۍ لګښت ۱۲ میلیارده ډالره / د رژیم اقتصاد له دوو اونیو زیات توان نه لري
Jun 21, 2025 20:34پارس ټوډی - د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د اسرائیلو له ایران سره جګړه هره ورځ په تقریبی ډول د صهیونیستي رژیم لپاره سلګونه میلیونه ډالره لګښت لري.
-
د نړۍ لوی د سمندري ترانسپورټ؛ مرسک د حیفا په بندر کې خپلې چارې وځنډولې
Jun 20, 2025 16:27پارس ټوډی - د ډنمارک مرسک شرکت، چې د نړۍ یو له سترو سمندري ترانسپورټي شرکتونو څخه دی، اعلان وکړ چې د سیمهییزو کړکیچونو د زیاتیدو له امله یې د اشغال شويو خاورو د حیفا بندر ته د خپلو کښتیو تګراتګ په موقتي توګه ځنډولی دی.
-
د اسرائیلي سرچینو افشاګري: د ایراني توغندیو د ویشتلو کچه درې برابره شوې
Jun 20, 2025 16:37پارس ټوډی ـ ځینو اسرائیلي سرچینو د دې رژیم د لوړپوړو پوځي چارواکو له قوله منلې چې د ایراني توغندیو د ویشتلو کچه د اشغال شويو خاورو په اهدافو کې د وعده صادق ۱ او ۲ عملیاتو په پرتله درې برابره شوې ده.
-
د اسرائیلو ناروا رژیم بیچاره او لالهانده شوی دی
Jun 17, 2025 08:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په راډیو او ټیلي ويژن ادارې «صداو سیما» باندې له جنایتکارانه حملې وروسته وویل دغه حملې وښودله چې د اسرائیلو رژیم بیچاره شوی دی.
-
مهاجراني: اسراییل په ایران کې ۴۵ ماشومان او ښځې شهیدانې کړې
Jun 16, 2025 12:38د حکومت ویاند وویل: په دې څو ورځو کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې ۴۵ ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ۷۵ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي، چې د اسراییلو د دروغ ویلو ښودنه کوي.
-
د نطنز او مشهد خواوشا د دښمن بریدګر اهداف په کامیابۍ سره نابود شول
Jun 16, 2025 11:28د نطنز په اطرافو کښې دافع هوا سیسټم نن د صهیونیسټي رژیم له بریدګرو وړو بې پایلټه الوتکو سره مقابله وکړه او هغه یې په کامیابۍ سره په نښه کړل.
-
اژهاي: د خلکو د امنیت خرابوونکي دې د جنګي حالاتو مطابق محاکمه او سزا شي
Jun 16, 2025 09:13د ایران د قضائیه قوې مشر د دغې قوې د عالي شورا په غونډه کښې وویل: که یو کس له صهیونیسټي رزیم سره د اړیکو او ملګرتیا په جرم ونیوی شي نو روانو جنګي حالاتو ته په پام سره ډیر زر باید محاکمه شي او سمدستي سزا ورکړی شي.
-
حماس: نیواکګر لالهانده شوي/ د عمل نوښت د ایران په لاس کښې دی
Jun 16, 2025 08:43د حماس یو جګپوړي مسئول عزت الرشق، د ایران له دردوونکو بریدونو د صهیونسټانو ویرې او لالهاندۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نیواکګر رژیم د جنګ پیلوونکی و خو د ختمولو بټن یې په لاس کښې نشته او د عمل نوښت د ایران په لاس کښې دی.
-
حزب الله: ایران د صهیونیسټانو ټول خوبونه او وهمونه له منځه یوړل
Jun 16, 2025 08:30د حزب الله لوړ پوړي استازي علي فیاض ټینګار وکړ چې له ایران سره د مقابلې لپاره د صهیونیسټانو هدف اپوټه نتیجه ورکړه، وویل: ایران د نیواکګرو او د هغوی د ملاتړو ټول وهمونه او خوبونه له منځه یوړل، او هغوی ته یې د دې حقیقت یادونه وکړه چې اسراییل یو جعلي او له مینځه تلونکی وجود دی
-
په ایران کې د موساد جاسوس اعدام شو
Jun 16, 2025 08:08د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره تړلی جاسوس سماعیل فکري، چې په ایران کې یې د امنیتي معلوماتو راټولولو او تخریبي ماموریتونو ترسره کولو په هدف کار کوه، نن سهار له قضايي پروسې څخه د تیریدو او په لوړه سویه د پریکړې له تایید وروسته اعدام او پانسي شو.