اسرائیل لا هم په « لالهاندۍ» کې دی 
(last modified Mon, 14 Jul 2025 08:01:35 GMT )
Jul 14, 2025 12:31 Asia/Kabul
  • اسرائیل لا هم په « لالهاندۍ» کې دی 

پارس ټوډی - یوې صهیونیستي رسنۍ لیکلي چې اسرائیل د غزې د راتلونکي لپاره یو واحد پلان نه لري او سلګونه نیمګړي پلانونه یې وړاندې کړي دي. 

آرییلا رینګن هافمن، د یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼه کې لیکلي: په غزه کې د "بشردوستانه ښار" جوړولو طرحه یوه ناکامه او فاجعه درلودونکی پلان دی چې له پخوا لا ناکام شوی او یوازې لوی لګښتونه را منځته کوي. 

هغې زیاته کړې: دا یوه اوږده پروسه ده چې یو ځل بیا یو دروند بار پر هغه ټولنې (اسرائیلو) واچوي چې له یو نیم کال راهیسې دا دروند بار پر اوږو وړي.

د موجوده نظرپوښتنو له مخې، که ټول اسرائیلیان نه وي، نو ۸۰ فیصده یې دا احساس کوي. 

دې لیکوالې په پای کې ویلي: که څه هم په دوحه کې خبرې اترې روانې دي، خو د یوه اسیر پلار، ایلان دلال، د خبرو خلاصه دا ده چې د بندیانو کورنۍ د بنیامین نتنیاهو د واشنګټن سفر پر مهال چې څومره هیله منې وې، هغومره دوکه شوې.