-
اسلامي ایران به د اسرائیلو جنایتونو ته ځواب ورکړي
Jan 21, 2024 00:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اسلامي ایران د پینځو سرلوړو پوځي سلاکارانو له ټرور وروسته ټينګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت به د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته ځواب ورکړي.
-
له داعش ډلې سره د اسرائیلو اړیکې معلومې دي
Jan 21, 2024 02:28فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني »د دمشق په «المره» هستوګنه سیمې باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرون سهار تیریګر او جنایتکارانه اقدام چې د ایران د پینځو پوځي سلاکارانو او د سوریې د یوشمیر ځايي ځواکونو د شهادت سبب شو په کلکه وغاند.
-
عمومي رایو ته مراجعه د فلسطین د مسلې حل لاره ده
Jan 21, 2024 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال« محمد مخبر» د ملګروملتونو له سرمنشي «انټونیو ګوټریش» سره په کتنه کښې وویل د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین د ټولو خلکو عمومي رایو ته مراجعه کول د فلسطین د مسلې یوازنۍ ډیموکراټیکه حل لاره ده.
-
نړیواله ټولنه د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو اقدام وکړي
Jan 21, 2024 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په دمشق کښې په یوې سیمې باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم وحشیانه تیري او د فلسطین په نیواکي سیمو کښې نسل کشۍ د اسرائیلو جنایتکارانه ماهیت ثابتوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغو جنایتونو او د وژلو د بندولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
-
دمشق باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې دوه ایراني صلاحکاران شهیدان شول
Jan 20, 2024 11:53د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د صهیونیسټي رژيم په برید کښې دوه ایراني صلاحکاران شهیدان شوي دي.
-
غزه د نړۍ په ترټولو ستر زندان بدله شوې ده
Jan 20, 2024 11:20محمد مخبر تیره شپه د ناپيئلي غورځنګ په نولسمه سرمشریزه کښې د ګډون په موه د یوګانډا پلازمینې کامپالا ښار ته تلی دی.
-
د غزې په تړانګې د اسرائیلو حملې یو جنګي او انساني ضده جنایت دی
Jan 20, 2024 09:49د اردن وزیراعظم د غزې تړانګې د اوسیدونکو خلاف د صهیونیسټي رژیم جنګي جنایتونو ته په اشارې سره د جنګ د ختمیدو غوښتنه وکړه.
-
پر یمن باندې د هرډول برید ځواب ورکوو
Jan 19, 2024 03:15د المیادین شبکې د راپور له مخې، د یمن د ملي نجات د حکومت د عالي سیاسي شورا منشي یاسر الحوری د پنجشنبې په ورځ وویل: د فلسطین په ملاتړ په دغه هېواد کې جنګ، انساني دی او هر هغه څوک چې پر یمن حمله وکړي، د بشریت ضد دی او د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.»
-
د القسام کنډک په عملیاتو کې د ۵ نورو صهیونیسټي پوځیانو په هلاکت رسېدل
Jan 19, 2024 02:49په خان یونس کې د فلسطین له مقاومت سره په نښته کې پنځه نور صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسېدل.
-
فلسطین کښې د بې ګناه مسلمانانو نسل وژنه روانه ده نور جزیات دلته لرو
Jan 18, 2024 09:43زمونږ خبریال راپور راکړی له حماس سره د اسراییلو تر درې میاشتنۍ جګړې وروسته د طالبانو مشر «ملا هیبت الله اخندزاده» ویلي، سره له دې چې لویدیځ د بشري حقونو د برابرولو ادعا کوي په فلسطین کې د مسلمانانو "نسل وژنه" روانه ده.