اسلامي ایران به د اسرائیلو جنایتونو ته ځواب ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اسلامي ایران د پینځو سرلوړو پوځي سلاکارانو له ټرور وروسته ټينګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت به د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته ځواب ورکړي.
پرون د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د صهیونیسټ غاصب او د تیریګر رژیم د جنګي الوتکو په بمباریو کښې د سوریې یوشمیر ځواکونه او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پینځه پوځي سلاکاران شهیدان شول.
شهیدان شوي پوځي سلاکاران حجت الله امیدوار، علي اقازاده ، حسین محمدي ، سعید کریمي او محمد امین صمدي نومیږي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په یوه پیغام کښې د صهیونیسټ جنایتکار رژيم لخوا د اسلامي ایران د پینځو سرلوړو پوځي سلاکارانو د بزدلانه ټرور په هکله تسلیت ویلو سره وویل بې شکه د داډول جنایتکارانه او ترهګرو اقداماتو دوام خپلو پلیدو هدفونو ته په رسیدا کښې د صهیونیسټ ناجایز رژیم د ورځ تر بلې د ناکامۍ او د ماتي خوړلو او د مقاومت د جبهې د مبارزانو په مقابل کښې د پاتې راتلو او د استیصال نښه ده او د ایران اسلامي جمهوریت به د اسرائیلو دغه جنایت ته ځواب ورکړي.
د ایران د قضايي قوې مشر حجت الاسلام و المسلمین محسني اژه اي هم په یوه پیغام کښې په سوریې کښې د صهیونیسټ رژيم پرونی جنایت وغاند او د ایران د پینځو پوځي سلاکارانو د شهادت په هکله چې د سوريې د حکومت په بلنه په دغه هیواد کښې د سیمې د امنیت په ساتلو بوخت وو تسلیت ووایه.

