عمومي رایو ته مراجعه د فلسطین د مسلې حل لاره ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال« محمد مخبر» د ملګروملتونو له سرمنشي «انټونیو ګوټریش» سره په کتنه کښې وویل د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین د ټولو خلکو عمومي رایو ته مراجعه کول د فلسطین د مسلې یوازنۍ ډیموکراټیکه حل لاره ده.
محمد مخبر او انټونیو ګوټریش پرون د ناپییلي غورځنګ د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په څنګ کښې له یوبل سره کتنه وکړه او د فلسطین د غزې تړانګې د وروستیو پیښو په شمول یې د سیمې د مهمو مسائیلو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر په دغه کتنه کښې په دې خبرې باندې ټينګار سره چې غاصب صهیونیسټ رژیم د ملګروملتونو د ټولو سرمنشیانو په ګواهۍ سره هیڅ نړیوالو قوانینو او تړونونو په تیره بیا د ښارګیو د جوړولو د کار بندولو ته پاې بندۍ نه کوي وویل له همدې نظره د ایران اسلامي جمهوریت د دوو حکومتونو لاره چاره د فلسطین د مسلې حل لاره نه ګڼي بلکې باوري دی پرته له دې چې نور هیوادونه وغواړي د فلسطین د ملت لپاره فیصله وکړي د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین د ټولو خلکو عمومي رایو ته مراجعه کول د فلسطین د مسلې یوازنۍ ډیموکراټیکه حل لاره ده.
محمد مخبر دغه راز د ویټو د حق ناعادلانه سازوکار د ملګروملتونو د مقام د کمزوري کیدا سبب وباله او ویې ویل که چیرې دا ناعادلانه حق( ویټو) نه وائ نن سبا به د امریکا لخوا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو ویټو کیدل دډیرو فلسطیني ماشومانو او د ښځو د وژل کیدا سبب نه کیدل.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر وویل په دې زمینه کښې بیا کتنه او د دغه رودې اصلاح کول اساسي ضرورت دی.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم په دغه کتنه کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې اوسني حالات ډیر غمجن او ډراماټیک وبلل او په دې خبرې سره چې د ملکي وګړو د وژلې او د تخریب د اندازې له پلوه د غزې تړانګې بحراني حالت په ملګروملتونو کښې زما د مسوولیت په پړاو کښې د تیرو ټولو کړکیچونو په نسبت بې ساری دی وویل په هغه څه سره چې په وس کښې مو دي هڅه کوو چې د غزې تړانګې خلکو ته بشر دوستانه مرستې ورسوو خو له بده مرغه د اسرائیلو پرله پسې بمباریانې دغه سیمې ته د مرستو په رسولو کښې اصلي خنډ دي.
د ملګروملتونو سرمنشي په دوام کښې په لویدیځې غاړې کښې د ښارګیو په جوړولو کښې د اسرائیلو د اقدام د غندلو په ترڅ کښې وویل ډیرې کسان باوري دي چې اسرائیل د فلسطین په غزې تړانګې باندې د سلطې کوشش کوي په داسې حال کښې چې زمونږ په عقیده اسرائیل په لویدیځې غاړې باندې د کاملې سلطې او له خپلو کورونو د دغه سیمې د وسیدونکو په غیر قانوني ډول د ایستلو کوشش کوي او د دغه پلان تحقق به په فلسطیني سیمو کښې د دایمي جنګونو او د جګړو د زیاتیدا او د نا ختمیدونکي کړکیچ سبب شي.