پر یمن باندې د هرډول برید ځواب ورکوو
د المیادین شبکې د راپور له مخې، د یمن د ملي نجات د حکومت د عالي سیاسي شورا منشي یاسر الحوری د پنجشنبې په ورځ وویل: د فلسطین په ملاتړ په دغه هېواد کې جنګ، انساني دی او هر هغه څوک چې پر یمن حمله وکړي، د بشریت ضد دی او د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.»
د یمن د ملي نجات د حکومت د عالي سیاسي شورا منشي زیاته کړه: له امریکایانو، انګریزانو او صهیونیسټانو سره په مقابله کې د یمن مشري، د یوه ملت اراده او حتی د ټولو آزادو خلکو اراده څرګندوي.
الحوري څرګنده کړه: دغه هېواد له لسو کالو راهیسې د خپلواکۍ، استقلال او خپلواکۍ لپاره قربانۍ ورکړي او په دې ترڅ کې د فلسطین د ملت پر وړاندې قربانۍ ډېر کم دي.
امریکا او انګلستان د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم، د تیرې جمعې په سهار د یمن پر مرکزونو حملې پیل کړې .
دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول، چې د یمن پوځ په تیرو اونیو کې د غزې په تړانګه کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ کې، د صهیونیسټانو څو بیړۍ چې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو سیمو د تلو په حال کې وو، د باب المندب په تنګي او په سره سمندر کې په نښه کړل.
د یمن پوځ ژمنه کړې، تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم پر کښتیو او یا په سور سمندرګي کې د اشغال شویو سیمو لپاره پر تلونکو کښتیو به بریدونه کوي.