-
د غزې مبارزان به خپل راتلونکی وټاکي
Nov 12, 2023 12:31المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا مشر سید هاشم صفي الدین ټینګار وکړ: د حزب الله قدرت له مخکې څخه زیات شوی او د فلسطین د غزې مبارزان به راتلونکی وټاکي.
-
عربستان کښې د اسلامي هیوادونو د غونډې په هکله دولت وزیري او رحیم الله خوګیانی څه وايي؟
Nov 12, 2023 12:10د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو په تیرې شنبې ورځ د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډه وشوه چې د فلسطین په حالاتو باندې د غور کولو لپاره وه مونږ په همدې هکله د پوځي چارو د کارپوه ښاغلي دولت وزیري او د نړیوالو مسائیلو د شنونکي ښاغلي رحیم الله خوګیاڼي نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په دغه ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې د فلسطین په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې:-
Nov 12, 2023 11:47د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو او د جنایتونو د غندلو او د فلسطین په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وشوې.
-
اسرائیل د لبنان د حزب الله له توغندوي توان څخه ویریږي
Nov 12, 2023 08:20المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم چارواکو د لبنان له حزب الله غورځنګ سره په شمالي جبهې د تل اویو د اندیښنې خبره کړي ده او دغه جبهه یې د اسرائیلو لپاره د یوه ستر چیلنج په توګه نومولي ده.
-
غزې تړانګې کښې پینځه اسرائیل عسکر هلاک شول
Nov 12, 2023 07:58شهاب خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګونو په وخت د اسرائیلو پینځه ځواکونه وژل شوي دي.
-
د اسرائیلو ظالم رژیم د فلسطین د خلکو پرضد حملو ته دوام ورکړی
Nov 12, 2023 07:03زمونږ خبریال د خبرو سرچینو په قول راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په نویو هوايي بریدونو کښې یودیرش نور کسان شهیدان شول.
-
د پاکستان وزیراعظم هم د صهیونیسټانو د جنایتونو په بندیدو ټینګار وکړ
Nov 12, 2023 04:18د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم د غزې خلکو ته د انساني مرستو د سمدستي لیږلو لپاره د انساني کوریډور د خلاصیدو غوښتنه وکړه
-
غزه کښې د شفا روغتون فعالیت بیخي بند شو
Nov 12, 2023 04:02د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم د بریدونو له امله په غزه کښې د شفا روغتون د فعالیت د بندولو خبر ورکړ.
-
هغه لوری چې باید نهیلې شي، صهیونیسټي رژيم دی
Nov 12, 2023 04:00د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې صهیونیسټي دښمن بیاهم د تیر په څیر په محاسباتي تیروتنې اخته شوی دی، وویل: د لبنان خلک په مقاومت نور هم پابند شول.
-
ریاض کښې د عربي او اسلامي غونډې پاییزه بیانیه
Nov 12, 2023 03:58په ریاض کښې عربي او اسلامي هیوادونو د سرمشریزې د پاې په خبرپاڼه کښې د غزې د محاصرې په بشپړه ماتیدو او سمدستي ورته د انساني مرستو په رسیدو ټینګار وشه.