غزه کښې د شفا روغتون فعالیت بیخي بند شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141396-غزه_کښې_د_شفا_روغتون_فعالیت_بیخي_بند_شو
د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم د بریدونو له امله په غزه کښې د شفا روغتون د فعالیت د بندولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-11-11T23:36:32+00:00 )
Nov 12, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • غزه کښې د شفا روغتون فعالیت بیخي بند شو

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم د بریدونو له امله په غزه کښې د شفا روغتون د فعالیت د بندولو خبر ورکړ.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند "اشرف القدره" وویل: په غزه کښې شفا روغتون د صهیونیسټي رژيم د هوايي او د توپونو د بریدونو په وجه بیخي له کاره لویدلی او دغه روغتون د نیواکګر پوځ د عملیاتو په ډګر بدل شوی دی.

هغه زیاته کړه: د صهیونیسټانو د پرله پسې حمله له امله زیات شمیر زخمیان او شهیدان د شفا روغتون د ور مخې ته په ځمکه پراته دي او نیواکګر پوځ د روغتون به بهرنیو برخو کښې هر خوځیدونکی څیز په نښه کوي او دغه برخې د نیواکګرو د سنایپرانو او هیلي کوپټرو د حملو په ډګر بدلې شوې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند په شفا روغتون کښې د زرګونو بې کوره شویو کسانو او طبي کدر په شتون باندې په ټینګار سره وویل: له مختلفو ارګانونو مو د شفا روغتون په اطرافو د بریدونو د بندولو لپاره مرسته غوښتې ده خو هیڅ مثبت ځواب مو نه دی ترلاسه کړی.

په عین حال کښې د فلسطین د سرې میاشتې ادارې به یوې خبرتیا کښې وویل چې اسرائیلي ټانکونو په غزه کښې شفا روغتون له هر اړخه محاصره کړی دی.