اسرائیل د لبنان د حزب الله له توغندوي توان څخه ویریږي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم چارواکو د لبنان له حزب الله غورځنګ سره په شمالي جبهې د تل اویو د اندیښنې خبره کړي ده او دغه جبهه یې د اسرائیلو لپاره د یوه ستر چیلنج په توګه نومولي ده.
د لبنان حزب الله غورځنګ په تیرو ورځو کښې او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم له بوږنونکو جنایتونو د زرګونو بې ګناه فلسطینیانو له شهیدولو او ژوبلو وروسته د نیواکي فلسطین په شمال کښې د اسرائیلو په پوځي مرکزونو باندې حملې کړي دي داسې موضوع چې په دغو سیمو کښې د ښارګي میشته صهیونیسټانو د ویرې سبب شوي ده.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند د نیواکي فلسطین هوايي حریم ته د حزب الله د بې پایلوټه الوتکو د نفوذ او د ټانک ضد توغندیو په اغیز اعتراف وکړ او د اسرائیلو رژیم د توغندیو د مخه نیولو سیسټم د دغو توغندیو په مخه نیولو کښې ناکامه شوی دی.
له بلې خوا د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر« یواف ګالانټ» د اسرائیلو د رژیم په شمالي جبهه کښې د حالاتو خرابیدا ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې حزب الله غورځنګ له اور سره لوبوې کوي.
د صهیونیسټ رژیم یوه پخواني امنیتي چارواکي «زوهار بالتي» هم وویل اسرائیل په شمال کښې له جدي ټکر سره مخامخ دی.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز« نیر دفوري» هم وویل د اسرائیلو د هوايي ځواک پنځوس فیصده ځواکونه د شمال جبهې ته چمتو دي او ډیر اهمیت لري.
د صهیونیسټ رژیم د احتیاط جنرال «یسرائیل زیف» هم وویل هره ورځ جنګ په شمالي جبهې کښې په محدود ډول روان دی.
یسرائیل زیف زیاته کړه د لبنان حزب الله غورځنګ د عمل له ازادۍ برخور دی او په هوانونو او زغرګاډو ضد توغندیو سره حملې ترسره کوي او مونږ د دغو حملو د کمولو لپاره له بدلونونو سره چلند کوو. دغه جنګ باید محدود پاتې شي او مونږ د توغندوي جنګونکو غوښتونکي نه یوو.
د صهیونیسټ رژیم دیارلسم ټیلي ويژن څو ورځې مخکې وویل چې د لبنان د حزب الله غورځنګ توغندوي ګواښ د دغه رژیم لپاره ستر ګواښ دی.