غزې تړانګې کښې پینځه اسرائیل عسکر هلاک شول
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګونو په وخت د اسرائیلو پینځه ځواکونه وژل شوي دي.
څلور کسان د صهیونیسټ رژیم کومانډوګان او پیراشوټر وو چې د ټونل د چاودیدا له کبله ووژل شول او یو افسر او یو عسکر هم سخت ژوبل شول.
په غزې کښې په ځمکنیو عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د مرګ ژوبلو په دوام کښې اسرائیلو پرون د خپلو څلورو عسکرو په وژل کیدا اعتراف وکړ.
د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند« ډانیل هاګاري» وویل د هغو اسرائیلي عسکرو شمیر چې د تیرې اکتوبر میاشتې له اومې څخه وژل شوي دي درې سوه پینځو شپیتو ته رسیدلی دی.
د فلسطین د مقاومت ځواکونه هم په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي بریدونو ته په ځواب کښې هره ورځ او بیلابیلو وختونو کښې د اسرائیلو په ښارګیو باندې د راکټونو او د توغندیو بریدونه کوي.