-
اوربند به له لبنان څخه اعلان شي او که تل اویو څخه؟
Nov 20, 2024 09:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی« العربي الجدید» رسنۍ راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم کابینه په بیروت کښې د امریکا د ځانګړي استازي «عاموس هوکشتاین » شتون د دغه چارې نښه ګڼي چې د مشکل حل کیدل نږدې دي خو معلومه نه ده چې هغه به اوربند له لبنان څخه اعلان کړي یا له تل اویو څخه.
-
رژیم او لوېدیځې رسنۍ په غزه او لبنان کې د ماشومانو د وژلو د عادي کولو په لټه کې دي
Nov 20, 2024 08:16د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (یونیسف) ویاند په غزې او لبنان کې د ماشومانو د وژنې د عادي کولو پر وړاندې د نړیوالو ټولنو پر چوپتیا نیوکه وکړه.
-
په هستوګنه کورونو باندې بمباریانې؛ د حزب الله په مقابل کښې له ناتوانۍ وروسته په لبنان کښې د اسرائیلو نوي سټراټيژۍ:
Nov 18, 2024 11:29پارس ټوډی – د ځینو پوځي کارپيژاندو په وینا د صهیونیسټ رژيم پوځ د حزب الله د ځواکونو د نه تصور وړ مقاومت له لیدو وروسته د لبنان په جنوب کښې د سټراټيژۍ بدلولو ته مجبوره شوی دی.
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا پریکړه لیک ته به متقابل ځواب ورکړو
Nov 17, 2024 02:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو لپاره تیار دی وویل: که چیرې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنه شورا د ایران پرضد کوم پریکړه لیک صادر کړي مونږ به هم نوي اقدامات ترسره کړو چې حتما به دغه شورا خوشحاله نشي.
-
د لبنان هیواد د واکمنۍ ساتل د هرې موافقې شرط دی
Nov 17, 2024 01:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان یوه استازي «قاسم هاشم» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د اوربند په هر احتمالي تړون کښې باید د هیواد د واکمنۍ احترام وشي زیاته کړه چې د لبنان پارلمان د اوربند لپاره د امریکا په وړاندیز شوي پلان باندې د غور کولو په حال کښې دی.
-
د پوهنتونونو پینځه سوه استادانو له اسرائیلو د جرمني په ملاتړ اعتراض وکړ
Nov 17, 2024 01:39تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د جرمني او د نړۍ د نورو هیوادونو د پوهنتونونو په سلګونو استادانو له سختې لهجې په ډک پرانیستي لیک کښې د جرمني حکومت ته بلنه ورکړه چې د اسرائیلو رژيم په هکله په خپلو دریځونو کښې بیا کتنه وکړي او د دغه رژیم په هکله خپل سیاست بدل کړي.
-
اسرائیل د غزې ویرې او وحشتونه په لبنان کښې تکراروي
Nov 17, 2024 01:25اسرائیل د غزې ویرې او وحشتونه په لبنان کښې تکراروي
-
سوریه د ا یران په بهرني سیاست کښې ډیر مهم او سټراټيژیک رول لري
Nov 17, 2024 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران دفاع وزیر برید جنرال «عزیز نصیر زاده»د سوریې او د ایران اړیکې مخ په پراختیا وبللې او ویې ویل سوریه د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې ډیر مهم او سټراټيژیک رول لري.
-
اسرائیل د ایران، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی
Nov 17, 2024 00:52په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «محمد کاظم ال صادق» په دې خبرې باندې ټينګار سره چې په غزې تړانګې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د امریکا ملاتړونه په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ عامل دي وویل : صهیونیسټ رژيم د ایران ، د عراق او د سیمې د نورو هیوادونو ګډ دښمن دی.
-
د یمن وسله والو ځواکونو په نیواکي فلسطین کښې په یوه مهم مرکز بریدونه وکړل
Nov 17, 2024 00:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن وسله والو ځواکونو بیګا وویل چې د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په «ام الرشراش» سیمه کښې یې په یوه مهم مرکز د څو بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.