په سیمه کښې د امریکا د وسلو ګودامونه خالي شوي دي
ایسنا خبرې اژانس راپور راکړی په هند- اوقیانوسیې سیمه کښې د امریکا قومندنۍ د واشنګټن د وسلو د ګودامونو په خالي کیدا اعتراف وکړ.
په هند – اوقیانوسیې کښې د امریکا قومندان «ساموئل پاپارو» وویل: په اوکراین او لویدیځې اسیا سیمې کښې جنګونه او نښتې د امریکا د وسلو د ګودامونو د خالي کیدا سبب شوي دي.
هغه زیاته کړه د امریکا پوځي لګښتونه په اسیا او اوقیانوسیې کښې د ځواب د ویلو لپاره د امریکا په چمتووالي لګښتونه ورتپي په تیره بیا دا چې چین د امریکا لپاره په دنیا کښې تر ټولو وسمن دښمن دی.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت مودې مودې کیږي چې اوکراین او اسرائیلو ته پرمختللي هوايي دقاع سیسټمونه او وسلې او بمونه او تجهیزات استوي.
څه موده مخکې د امریکا پوځ د فلسطین نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) ته د تاډ په نوم د توغندیو ضد سیسټم استولی دی.