-
د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی
May 14, 2025 08:47د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو فرمان ورکړی دی.
-
د پاکستان په بلوچستان کې څلور ډریوران او کلینران تر تښتونې وروسته وژل شوي
May 14, 2025 08:21د پاکستان د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې تښتول شوي د ۴ تنو پنجابي ډیورانو او کلینرانو جسدونه موندل شوي دي.
-
د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
May 14, 2025 08:05د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
-
امریکا له خپل جوړ کړې کړکېچ څخه د وتلو هیڅ لار نه لري
May 14, 2025 02:42سردار سلامي وویل: خداوند متعال په قرآن کریم کې د کافرانو په نسبت د مومنانو د عزت په اړه اشاره کړې، دا موضوع د انساني هویت ښودنه کوي چې باید د دښمنانو د دباؤنو او ګواښونو پر وړاندې وساتل شي؛ نن سبا د مقابلې میدان د خدای ځمکه ده او دغه برخلیک د انسانانو په لاس کې دی، هغه کسان چې اوس په دې میدان کې ولاړ دي، هماغه د رسول الله اصحاب دي چې د ایمان او پیاوړي عزم سره د دښمنانو پر وړاندې دریدلی دي.
-
افغانستان هیله مند دی چې د واهګې سیکټر له لارې ئې تجارت بیرته پیل شي
May 14, 2025 02:39د افغانستان دسرپرست حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې د پاکستان او هند پر پوله واهګې سیکټر سټراټیژیکه لاره به ډېره زر بیا پرانستل شي.
-
د بن ګوریون هوايي ډګر مو بیا پر هایپرسونیک توغندي سره په نښه کړ
May 14, 2025 01:59د یمن وسله والو ځواکونو د توغندوی او ډرونز یونټ د نیواکي ټاټوبو پر بن ګوریّن هوايي ډګر په هائيپرسونیک بالسټیک توغندي سره برید تایید کړ.
-
ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده
May 14, 2025 01:44د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .
-
د طالبانو حکومت د فرانسې د سفارت د پرانیستلو غوښتنه وکړه
May 13, 2025 10:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په قطر کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت استازي «سهیل شاهین» پرون د افغانستان په چارو کښې د فرانسې له استازي «ژان مارین شو» سره په کتنه کښې د فرانسې له حکومت وغوښتل په کابل کښې خپل سفارت پرانیزي او هغه فعال کړي.
-
طالبانو د شیخ زاید پوهنتون ۱۲۰ استادان او کارکوونکي له کارونو لیرې کړل
May 13, 2025 08:28زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په خوست کې سرچینې وایي چې طالبانو د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲۰ استادانو او اداري کارکوونکو دندې د «تنقیص» په نامه لغوه کړې او هغوی یې له دندو شړلي دي.
-
طالبانو د پاکستان او افغانستان پر پوله د امنیت ډاډ ورکړ
May 12, 2025 10:51ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دا ډاډ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او دغه راز د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ورکړی دی.