-
امریکا ښايي د طالب مشرانو پر سر ډېر لوی انعام وټاکي
Jan 26, 2025 10:44د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ویلي چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.
-
افغانستان ته د عراقچي د سفر د اهمیت علت څه دی؟
Jan 26, 2025 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په داسې شرایطو کې کابل ته ورسېد، چې دغه سفر د ایران او افغانستان او همدارنګه د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد
Jan 26, 2025 07:45د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ.
-
د افغانستان مهاجرینو لپاره امریکا ته د تلو لاره بنده شوه
Jan 26, 2025 02:20زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکم پراساس د پناه غواړو کسانو په درخواستونو او غوښتنو باندې د غور کولو کار بند شوی او له کبله یې امریکا ته د تلو په انتظار د زرګونو ناستو افغان ښاریزو لپاره اوس دروزاره بنده شوي ده.
-
د افغانستان طالبانو په هرات کې دوه کسان د غلا په تور ووژل
Jan 26, 2025 01:23زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې دوه کسان د غلا په تور په ډزو وژلي دي.
-
طالبان د بهرنیو ګواښونو په وړاندې په مقاومت ټینګار کوي
Jan 25, 2025 11:49د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر اعلان وکړ چې افغانان په قوي او کلکې ارادې سره د بهرنیو ګواښونو په وړاندې مقاومت کوي.
-
د جزا د نړیوالې محکمې حکم ته د طالبانو غبرګون
Jan 25, 2025 10:10د طالبانو د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکو او بنسټونو د نړیوالې جزايي محکمې د تازه حکم په باب عکس العمل ښوولی دی.
-
د افغان نجونې لاهم له زدکړو بې برخې دي
Jan 25, 2025 09:07ملګري ملتونه وايي چې افغان نجونې له څلورو کلونو راهیسې له زده کړې محرومې دي.
-
له ۵ زرو څخه زیاتو افغان نجونو د پاکستان تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کړې
Jan 25, 2025 03:57د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې ددغه هېواد له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ازموینې د نېټې په رسېدو سره همهاله په زرګونو افغان نجونو په دغه آزموینه کې د ګډون او د بورسونو ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې ده.
-
یوناما له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده کړه بندیز پایته ورسوي
Jan 25, 2025 03:06د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دوامداره محرومیت په اړه “ژوره خواشیني او ژوره اندېښنه” څرګنده کړه، ځکه چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له ښوونځیو څخه منع دي.