امریکا ښايي د طالب مشرانو پر سر ډېر لوی انعام وټاکي
Jan 26, 2025 10:44 Asia/Kabul
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ویلي چې ښایي متحده ایالات د طالبانو په لوړپوړو مشرانو "ډېر لوی انعام" ورکړي. د نوموړي په خبره، د خپرو شویو راپورونو په پرتله طالبانو ډېر امریکايي وګړي یرغمل نیولي دي.
روبیو په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: "یوازې اورېدلي یې دي، چې طالبانو د خپرو شویو راپور په پرتله ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي."
هغه زیاته کړې: "که دا ریښتیا وي، نو موږ به سمدلاسه د دوی د لوړپوړو مشرانو په سر ډېره لویه جایزه ولګوو.
د نوموړي په وینا: «ښایي دغه جایزه آن له هغې جایزې څخه هم لویه وي چې موږ د بن لادن په سر کې ټاکلې وه."
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیې کې ټينګار کړی چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی.
ټیګونه