د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ.
د يادونې وړ ده چې دا افغانستان ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير لومړنى سفر دى، چې په دې مقام کې ټاکل شوی دى.
ټاکل شوې په دغه یوه ورځني سفر کې به د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
په دغه سفر کې د اقتصادي فعالانو یوه ډله هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ملتیا کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" په ایکس ټولنیزه شبکه کې افغانستان ته د سید عباس عراقچي د سفر په اړه لیکلي دي: «دا سفر د ایران د ګټو د تحقق او د ګډو اندېښنو د حل په موخه دی او کولای شي د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو د تامينولو لپاره د ايران او افغانستان د دواړو ملتونو ترمنځ په اړيكو کې يو مهم بدلون رامنځته کړي.