افغانستان ته د عراقچي د سفر د اهمیت علت څه دی؟
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په داسې شرایطو کې کابل ته ورسېد، چې دغه سفر د ایران او افغانستان او همدارنګه د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري.
د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي او ورسره مل پلاوی نن یکشنبه د جنورۍ په ۲۶مه، د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو سره، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو، د ايران د سفارت سرپرست او ايراني ډيپلوماتانو له هرکلي سره مخ شو.
سید عباس عراقچي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو لپاره کابل ته ولاړ. ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په دغه یو ورځني سفر کې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې وکړي. همدارنګه په دغه سفر کې د ایران د اقتصادي فعالانو یوه ډله هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ملتیا کوي.
دا کابل ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د سید عباس عراقچي لومړنی سفر دی، چې کولای شي د افغانستان د سرپرست حکومت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي. دواړه هېوادونه تر ۱۰۰۰ کیلومترو زیات ګډه پوله لري.
افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په سفر او په اقتصادي ډګر کې د نویو ظرفیتونو په تعریف سره به، په دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ ته پراختیا ورکړل شي. د افغان کډوالو په اړه د ایران غوښتنې هم د عراقچي او افغان حکومتي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د مهمو مسایلو په لړ کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني اعلان کړی چې په ایران کې د افغان کډوالو له امله د ایران حکومت هر کال لږ تر لږه شپږ میلیارده ډالره لګښت ورکوي. د ایراني چارواکو په وینا، د کډوالو په چارو کې نړیوالې ادارو، ملګرو ملتونو او بهرنیو حکومتونو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له ایران سره د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب لپاره کومه د پام وړ مرسته نه ده کړې.
په کابل کې سیاسي سلامشورې، د ایران او افغانستان د سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه، په داسې حال کې دي، چې تهران او کابل د امنیت په ګډون، په مختلفو برخو کې د ملګرتیا لپاره ګډه زمینه لري.
په تېرو ورځو کې اعلان شو چې د ایران په ختیځ کې د"دوغارون سرحد" چې له ایران او افغانستان څخه او بالعکس د مالونو او مسافرینو د ورتګ یو له اصلي نقطو څخه دی، په ځانګړې سوداګریزه او صنعتي سیمه بدله شوې، هغه مسله چې کولای شي د سرحدي زیربناوو د پراختیا زمینه برابره او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو ته پاملرنه زیاته کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو همدارنګه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار بندر کې د زیربناوو په رامنځته کولو او د افغان سوداګرو لپاره د خاصو اسانتیاوو په پام کې نیولو سره، هڅه کړې څو خپل مالونه کابل او نورو ښارونو ته انتقال کړي.
د ایران څوارلسم حکومت هڅه کوي چې د دې هېواد په ختیځ کې د ریل پټلۍ په بشپړولو او د ایران د اسلامي جمهوریت له مرکزي ریل پټلۍ سره د "خواف - هرات" پټلۍ د نښلولو له لارې، آزادو اوبو ته د افغانستان د لاسرسۍ لاره برابره کړي چې د دې شرایطو په برابرېدو سره، افغان کډوال کولای شي خپل توکي د ایران د ریل پټلۍ له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته ورسوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت احصایې ښيي چې تېر ۲۰۲۴ کال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده او ۱۹۷ میلیونه ډالره وه، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د هیرمند له اوبو څخه د ایران د اوبو حق مسله، یو له هغو مسلو څخه ده چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د طالبانو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ شته او ایراني لوري د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د هیرمند د اوبو د تړون په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
د اوبو او د اوبو د حقونو په برخه کې، مسله د هیرمند سیند پورې محدوده نه ده او هغه بندونه چې طالبان یې یو په بل پسې د ایران په لور د روانو اوبو پر وړاندې جوړوي؛ دا هم یوه مسله ده چې ایران ورته پام کوي او د خپلو حقونو د نه محدود کېدو لپاره له افغانستانه د خپلو حقونو د مراعات غوښتنه کوي.
کابل ته د عراقچي سفر او له افغان چارواکو سره خبرې له ګاونډیو او سیمې سره د همکارۍ د پراخولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماسۍ یوه مهمه برخه ده. ایران په وروستیو کلونو کې په ښه توګه څرګنده کړې چې له سیمه ایزو همکاریو هرکلی کوي او د سیمه ایزو ستونزو د حل تر ټولو مهم عامل به هم، د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او د بهرنیو د دخالت کمول وي .
ایران او افغانستان له شته ظرفیتونو په استفادې سره، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره مناسبې ساحې لري. په لوېدیځه آسیا کې د ایران ستراتیژیک موقعیت به، د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ښه فرصت وي چې له دغه ظرفیت څخه د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره کار واخلي.
کابل ته د عراقچي سفر به، د امریکا او لوېدیځوالو له لورې رامنځته کوونکي کړکېچ شنډولو کې اغېزمن عامل وي، چې تل له شته شرایطو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او په سیمه کې د بې ثباتۍ په لټه کې دي.