-
طالبانو د ملګرو ملتو سازمان په پلویتوب تورن کړ
Nov 26, 2023 09:03په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر مدعي شو چې ملګرو ملتو، دغه حکومت ته د افغانستان د کرسۍ په سپارلو کښې د خپلې بې طرفۍ خیال نه دی ساتلی.
-
پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
Nov 26, 2023 01:59د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.
-
له افغانستانه سیمې ته لاهم نشهيي توکي قاچاق کېږي
Nov 26, 2023 01:05د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
-
د اکو ظرفیَتونو ته د پاکستان کتنه او دسیمه ایز ارتباط لپاره د ایران لار
Nov 25, 2023 12:33د پاکستان موقتي لومړي وزیر انوار الحق کاکړد ایران له لارې د سیمه ایز ارتباط لپاره د اکو اقتصادي موسیسې له ظرفیّتونو څخه پر استفادې ټينګار وکړ.
-
د خوړو نړیوال پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی
Nov 25, 2023 08:19اوا خبري اژانس راپور ورکړی د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه د افغانستان د ایستل شویو کډوالو سره د بیړنیو مرستو کولو لپاره د بودجې له کمښت سره مخامخ دی.
-
د تهران –ریاض اړیکې په سیمې کې د سولې په ګټه دي
Nov 24, 2023 03:56د پاکستان ولمسشر عارف علوي پرون ناوخته په اسلام اباد کې د مسجدالحرام د جماعت له امام سره په کتنې کې د غزې د وروستیو حالاتو، له اسلامه د ویرونې د پروسې د اوج او د اسلامی نړۍ په وړاندې دنورو مشکلاتو او چیلنجونو په باب دنظر تبادله وکړّه.
-
له پاکستانه ویستل شوي افغان کډوال دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري
Nov 24, 2023 01:17د کډوالۍ نړیوال اورګان له پاکستانه د لسګونو زره افغان پناه غواړو په ویستل کیدا داندیښنې په ښودلو سره وئيلي دي و [ې دغه پناه غواړي دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
-
سپاه پاسداران پابند دی چې پر دښمنانو، د ځمکې، سمندر اوهوا لارې بندې کړي
Nov 23, 2023 10:35سردار سلامي وويل، د دښمن د ټولو هلوځلو چورلیز دا دی چې د بندیز له لارې سیاسي بریاوې ترلاسه کړي او دا نن سبا د سپاه پاسدارانو په همت سره له ماتې سره مخامخ شوي دي.
-
د افغانستان په حکومت کې د مېرمنو شتون له طالبانو سره د تعامل شرط دی
Nov 23, 2023 10:19د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو په باب له راپور وروسته ووئيل، د دغه هېوا په حکومت کې د مېرمنو له شتون پرته به له طالبانو سره نړیوال تعامل ونه لري.
-
یوناما افغانستان ته د مرستې په لاره کې خڼدونه لیرې کړي
Nov 21, 2023 11:18د تسنیم خبري آژانس له راپور سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د سیاسي څانګې مشر د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په نوښت به د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې طالبان به یې مهمه برخه وي.