د تهران ځينو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د فلسطین په غزې تړانګې کې د بې ګناه خلکو په عامې وژلې پسې ځیني ویدۀ شوي ضمیرونه په بیداریدا دي،د امریکا د پوځ د هوائي ځواک یوه هغه پيلوټ چې د غزې تړانګې په جنایتونو کې شریک ؤ د دغې سیمې د بې ګناه ښځو او ماشومانو او بوډاګانو د عامې وژلې په دوام سره ئې ضمیر ویښ شوی او په چغو چغو ئې ژړلي دي او له ډیرو چغو وروسته ئې په امریکا کې د صهیونیسټ رژيم د سفارت په وړاندې ځان ته اور واچوه او دخپل ژوند په وروستیو کې ئې هم بلاخره دخپل ضمیر چغه بیا پورته کړه چې ؛؛؛؛ فلسطین آزاد کړئ؛؛؛؛
ورځپاڼې په دوام کې مخکې لیکلي دي، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مبارزانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د نیواکي ټاټوبو په لور ئې څه دپاسه یو سل پنځوس توغندي ویشتي چې ښئ تیریګرو او جنایتکارو صهیونیسټانو ته ئې مرګ ژوبلې او نور تاوانونه اړولي دي.
د پاکستان دعامو انتخاباتو له جنجالی نتیجو او په سیاسی هائ هوئ پسې بلاخره ددغه هیواد سیاسی فضا په آرامیدو ده او په پنجاب او سند صوبو کې صوبائي حکومتونه جوړ شوي او دغه راز ددغه هیواد د ولسی جرګې لومړنۍ غونډه هم د فرورۍ په ۲۹ نیټه ترسره کیدونکي ده .البته چې ډیری سیاستوالان ئې نه مني .
ورځپاڼې بیا لیکلي دي،د امریکا رسندویو په وروستیو حیرانونکو راپورونو کې منلې ده،چې د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ د مبارزانو بې پيلوټه اوبتلونه،د امریکا لپاره یو نوی ګواښ دی.
په ترکیې کې امنیتی ځواک د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې شل رابطه کونکي او آسانتیاوې رامینځةکونکي ونیول.
په داسې حال کې چې ډيری کارپوهان له روسیې سره داوکراین په جنګ کې د چورلټې ناکامۍ خبر ورکوي، د ناټو غړي هیوادونو په پاریس کې د دوشنبې ورځې په ناستې کې اوکراین ته د پوځي ځواک د لیږلو دامکان ارزولی دی،یوه داسې موضوع چې د روسیې له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
داهم دتهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن په لومړي مخ لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا د غونډې په څنډې کې د مصر له خارجه وزیر سامح الشکري سره په کتنې کې په ډاګه کړه ،د مصر امنمیت د ایران امنیت دی او دواړه هیوادونه د اسلامی نړۍ دوه مټونه دي.
د روسیې د فیډرل امنیت ادارې وئیلي دي،په زاپوریژیا سیمې کې ئې دکیمیائي حمله کونکو یوه ډله له جنایت مخکې پيژندلې او له مینځه ئې وړې ده .
د امریکا مطبوعاتو جوته کړې ده چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د غزې تړانګې شجاع کمانډر یحیی سنوار هماغه راز په غزې کې موجود دی.
د امریکا ځینو خبرو سرچینو د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د میشل ا وباما داحتمالی کاندیدیدا خبره کړې ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک قوماندان سردار حیدري د اسلامی ایران دپوځ د هوائي ځواک په قدرت کې د بدلون په باب ووئيل،د هوائي ځواک د چورلکو دتوغندیو د شیشت واټن پرون له دوو تر شلو کلومیټرو واټن څخه نن دوه سوه کلومیټرو پورې حد ته رسیدلی دی څودغه چورلکې د سمندرونو په سطح هم د خپل دښمن سپيره څيره وپيژني او په تعقیبونې سره ئې تر دوه سوه کلومیټر واټن پورې په حدودو کې په شیشت کې په راوستو سره تباه کړي.
د ایټمی انرژۍ دنړیوالو آژانس په یوه وروستي اعلامیې کې راغلي دي ،ایران د خپلو یورانیمو زیرمې تر شپیته فیصدو پورې کمې کړي دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د امریکائي پیلوټ د ضمیر په ویښیدا او دهغه ځان ته د اور اچولو په غبرګون کې ووئيل، د پوشنل لوړې چغې،د فلسطینیانو په نسل وژنې کې ددغه هیواد د حکومت د ملګرتیا په ضد په امریکا کې ویښو وجدانونولوړه چغه ده .
د ډنمارک لومړي وزیر مت فرډریکسن له فاینینشل ټایمز سره په خبرو کې روښانه کړه،ساده اروپایان باید له روسیې سره د مقابلې لپاره لازیات لګښتونه ورکړي.