امریکا د فلسطین د موضوع په له مینځه وړلو پسې ده
د لبنا ن دحزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال ووئیل، امرکیا د فلسطین د موضوع دله مینځه وړلو لپاره هڅه کوي ،خو هیڅ به په لاس ورنشي.
زمونږ خبریال راپور راکړ،د لبنان د حز ب ا... د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هغه څه چې د امریکا حکومت ئې په غزې تړانګې کې د جنګ ددریدا لباره مطرح کوي،، دوکه ورکول دي او په حقیقت کې د فلسطین د موضوع په له مینځّه وړلو پسې ده.
شیخ نعیم قاسم زیاته کړې ده ، امریکا اوس فرصت غنیمت ګڼلی څو د فلسطین مسئله له مینځه یوسي ، او ټول هغه څه چې د اوربند په باب او د سیاسی حل لارې په اړه ئې مطرح کوي، یوازې دوکه او دروغ دي څو هغه وحشيتوب چې د فلسطین په حق کې د نسل وژنې په علت د امریکا او اسرائیلو په څيرې رابرسیره شوي دي ،پاک کړي.
د لبنان د حزب ا...ولسي غورځنګ د عمومی منشي مرستیال دجنګ په مختلفو جبهو کې د مقاومت پر تل پاتیکیدا په ټینګار سره ووئيل،د غزې په ضد د یرغلونو په وړاندې مقاومت ، د میدانونو وحدت او یوزړتوب نندارې ته وړاندې کړی دی.د مقاومتي چورلیز هر یوغړی او مبارز،خپلې فیصلې،قدرت او ارزونې ته په پام سره،د اسرائیلی وحشي دښمن په وړانډې دمیدانونونو یووالی او وحدت په مختلفو بڼو سره نندارې ته وړاندې کوي.
شیخ نعیم قاسم همداراز ووئيل،د امریکا ولسمشر جوزف بایډن به په امریکا کې د انتخاباتو په رانزدیکیدا سره تسلیم شي،ځکه مستقیما به په غزې د تیریو اغیزې پر خپل انتخاباتي امتیاز سره احساس کړي او ممکنه ده په همدې دلیل سخته ماته وخوري.