-
د قطر او آسټریا مشرانوهم د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي وئيلي
Jun 25, 2021 03:01د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي ته د نړۍ زیاتره هیوادونو مشرانو دمبارکۍ پیغامونه رالیږلي
-
د واکسینشن عملیات د وارداتو د مشکل له حل کیداسره چټک کیږي
Jun 25, 2021 01:03د ایران کوو برکت واکسن د عمومي پچکاري کولو لپاره تیار شوی او د روغتیا وزارت له خوا د ایران په درستو ولایتونو کې خپلو ادارو ته منتقل کړی ،څو په راتلونکي اونۍ کې ورڅخه په عمومی توګه استفاده وشي .
-
په افغانستان کې د ایران سوله غواړی رول د ستاینې وړ دی
Jun 25, 2021 00:46دپاکستان خارجه وزیر ټینګار کړی ، په افغانستان کې به تل پاتې سوله ، دسیمې د ارتباطاتو دپراختیا ،دثبات ، دتجارت دزیاتیدا او خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا د آسانولو لامل شي .
-
په افغانستان کې په سلګونو طالبانو حکومتی لوري ته تسلیم شوي
Jun 25, 2021 00:36د ا فغانستان دهرات ولایت په سلګونو عامو خلکو هم د طالبانو په ضد وسله په لاس اخستو سره له حکومتي امنیتی ځواک سره یو ځاي شوي څو د طالبانو په مقابل کې د خپلې خاورې دفاع وکړي .
-
د ترکیې مشرانو دافغانستان په اړه له امریکائي پلاوي سره خبرې کړي
Jun 25, 2021 00:25ناټو موسیسه نیّت لري ، له افغانستانه دخپلو عسکرو له ویستلو وروسته د افغانستان دولس له مخالفت سره سره ،افغانستان ته دلویدیځوالو دتګ راتګ د تضمینولو په موخې سره ، د کابل هوائي ډګر دامنیت تامینول دترکیې پوځ ته وسپاري
-
په افغانستان کې یو شمیر ولسوالۍ بیا لاس په لاس شوي
Jun 25, 2021 00:12په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې طالبانو په داسې حال کې د حکومتي او ولسی مرکزونو اوتاسیساتو په ضد حملې او بمي چاودنې زیاتې کړي ، چې وئيل کیږي ،د ترکیې په استانبول کې دبین الافغاني خبرواترو لپاره طالبان او حکومتي لوري ځانونه تیاروي او دغه راز پرون د افغانستان ولسمشر اشرف غني ا و عبدا..عبدا.... هم واشنګټن ته خوځيدلي دي .
-
لویدیځ دې له افغانستانه د سیاسی آوزارپه توګه استفاده نه کوي
Jun 24, 2021 10:42د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویکو هم پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو ، د افغانستان دحالاتو حل دنړیوالې ملګرتیا په باب سملاسی فیصلې ته اړتیا لري، او په دغې شخړې کې د ایران او پاکستان پشمول د افغانستان دردستو ګاونډیانو مشارکت او رول لوبولو پرته دغه بحران حل شونی نه دی.
-
د نوی حکومت دجوړیدا لپاره له خپل نوښتي پلانه نه تیریږم
Jun 24, 2021 10:33د لبنان دپارلیمان مشر په وروستیو شپو ورځو کې د موقتي لومړي وزیر سعد حریري له استعفی سره مخالفت کړی او وئیلي ئې دي ،د هغه لپاره هیڅ جانشین نشته .
-
په ننګرهار کې یو ډګروال او اتیا وسله وال طالبان وژل شوي
Jun 24, 2021 09:34د حصارک په څنګلوری ولسوالۍ کې د جګړې لارښود او د ملي اردو د دریمی لوا د ارکان مشر ډګروال نورجان تیره شپه ددغه ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د پټلو په سیمه کې له مخالفو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو .
-
د افغانستان وضعیّت د پاکستان او روسیې لپاره یوشان مهم دی
Jun 24, 2021 08:32د روسیې دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم نړیوال امنیتي کنفرانس کې وئيلي دي د افغانستان د موضوع حل او ددغې غوټې پرانیسل د ایران او پاکستان له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .