لویدیځ دې له افغانستانه د سیاسی آوزارپه توګه استفاده نه کوي
د روسیې دفاع وزیر سرګئ شویکو هم پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو ، د افغانستان دحالاتو حل دنړیوالې ملګرتیا په باب سملاسی فیصلې ته اړتیا لري، او په دغې شخړې کې د ایران او پاکستان پشمول د افغانستان دردستو ګاونډیانو مشارکت او رول لوبولو پرته دغه بحران حل شونی نه دی.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې دملی امنیت د شورا منشي نیکلای پاتروشف نن په ماسکو کې د امنیتی چارو په نهم نړیوال کنفرانس کې وئيلي دي ، په افغانستان کې د لویدیځي هیوادونو د شتون په پړاؤ کې په دغه هیواد کې د نشه ایزوتوکو تولید لسګونو چنده زیات شوی او لږترلږه څلویښت برابره شوی دی .
د روسیې د ملی امنیت د شورا دمنشي په وینا ، دنشه ایزو توکو تولید اوقاچاق په افغانستان کې د ترهه ګرو لپاره ډیرې سترې مالی سرچینې رامینځةکړي دي .
هغه وئیلي دي ، په عین حال کې باؤري یوو چې په دغې سیمې کې له سیمې د ورآخوا لوبغاړو دپوځي شتون دزیاتولو اوپياوړي کولو پشمشول دجیو پولیټيک موضوعګانو دحل لپاره د افغانستان له بحرانه دلویدیځي هیوادونو استفاده د منلو وړ نه ده .