-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی
Jan 16, 2024 13:09امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق له نیواک وروسته، په دغه هېواد کې پوځي شتون لري او د سوریې په مسله کې هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د نړیوالو په چوکاټ کې له تکفیري ترهګرې داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه، په سوریې کې پوځي شتون لري. د عراق او سوریې د حکومتونو له پرلپسې غوښتنو سره سره، شواهد ښيي چې واشنګټن هڅه کوي، په دغو دوو هېوادونو کې خپل پوځي حضور زیات کړي، په تېره بیا د غزې له جګړې او په سور سمندرګي کې له امنیتي پرمختګونو وروسته.
-
افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی
Jan 15, 2024 08:48د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، افغانستان لا هم د لوږې او خوارځواکۍ له لوړې کچې سره مخ دی.
-
کرونا ویروس تېره میاشت په نړۍ کې ۱۰ زره کسان مړه کړي
Jan 14, 2024 01:17د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې تېره میاشت په نړۍ کې د دغه ویروس له امله، نږدې ۱۰ زره کسان مړه شوي دي.
-
جبري اقدامات سپکوونکي او خطرناک دي
Jan 12, 2024 02:20د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) رئیسې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د ځوانو ښځو او نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي چې «دا نيونې لویه بدنامي لري او ښځې له زيات خطر سره مخ کوي».
-
د انصاف په نړیواله محکمه کې له صهیونیسټي رژیم څخه د سویلي افریقا د شکایت اورېدلو پیل
Jan 11, 2024 08:54په لاهه کې د انصاف نړیواله محکمه به د روانې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د غزې په تړانګه کې، د نسل وژنې د قضیې په اړه د سویلي افریقا او صهیونیسټي رژیم حقوقي نظرونه واوري. د دې محکمې یوه کاري ساحه، د 1948 د نسل وژنې کنوانسیون پورې اړوندو شخړو ته رسېدنه ده. ۱۵۳ هېوادونو دغه کنوانسیون په رسمیت پېژندلی دی.
-
په سور سمندرګي کې د امریکا موخه، په سیمه کې د خپل حضور پیاوړي کول او د اسرائیلو د ناکامیو پټول دي
Jan 10, 2024 10:38په دفاعي او امنیتي چارو کې د یمن د ملي نجات د حکومت مرستیال ټینګار وکړ؛ امریکا د صهیونیسټي رژیم پرضد د خپلو پوځي عملیاتو په اړه دروغ وایي او د سور سمندرګي په پوځي کولو سره، په سیمه کې د خپل شتون د پیاوړي کولو په لټه کې ده.
-
۲۰۲۴ کال کې به ۲۳میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري
Jan 10, 2024 08:30د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې سږکال به افغانستان کې شاوخوا ۲۳میلیونه خلک بشري مرستو ته اړمن وي.
-
حامدکرزی د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی
Jan 02, 2024 09:13پخواني جمهور ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته درناوي پکې شامل او د یوه سوله ایز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتنه پکې شوې ده.
-
د پولنډ پر پوله د پنځو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي
Dec 31, 2023 01:21د رسنیو په حواله، دغه جسدونه د امنیتي کسانو لخوا د بلاروس یوه روغتون ته انتقال شوي دي.