له افغانستانه ایران ته د غیرقانوني کډوالو ورتګ ۵۰ سلنه کم شوی
(last modified Mon, 07 Apr 2025 09:30:53 GMT )
Apr 07, 2025 14:00 Asia/Kabul
  • له افغانستانه ایران ته د غیرقانوني کډوالو ورتګ ۵۰ سلنه کم شوی

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد د عامه او انقلاب څارنوالۍ اعلان کړی چې په تېر کال کې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله، ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د داخلېدو په هڅو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د تایباد د څارنوال حجت صادقي په وینا، د ایران په ختیځه پوله کې مېشتو وسله‌والو ځواکونو د تایباد له پوله‌ایزې دروازې څخه د ایران خاورې ته تر داخلېدو مخکې ۳۳ زره او ۵۸۲ افغان وګړي نیولي او مخه یې نیولې ده.

نوموړي په پوله کې پر له پسې امنیتي تدابیر، د پوځیانو حضور او ځواک، د قضایي ادارو له خوا اغېزمن قانوني اقدامات، د ختیځې پولې د دیوال د لویې پروژې نسبي تطبیق او د ملي او ولایتي ادارو همغږي د ایران خاورې ته د افغان کډوالو د اوښتو د کمېدو عوامل وبلل.

صادقي زیاته کړې چې ټول نیول شوي کسان، له قانوني پروسو وروسته، د دوغارون نړیوالې دروازې له لارې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې په ایران کې د نیول شویو افغانانو دوسیې، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نیول شوي، په منظم ډول دوغارون ته لېږدول کېږي او هلته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د افغان چارواکو لاس ته سپارل کېږي.

صادقي د سرحدي امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوغارون د افغان وګړو لپاره د قانوني تګ راتګ اصلي لاره ده او خبرداری یې ورکړ چې له پولې هر ډول ناقانونه اوښتل به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي.