-
د یمن روان کړکیچ هیڅ پوځي حل لاره نه لري
Mar 30, 2025 04:03د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت مرستیال د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کښې، د امریکې له خوا په یمن د بمباریو په بندیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: په دې هیواد کښې د روان کړکیچ د هواري لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته.
-
ابراز همدردی ایران با قربانیان زمینلرزه در میانمار و تایلند
Mar 29, 2025 09:21ایران په میانمار او تایلینډ کښې د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه
-
د امریکا د ولسمشر لیک ته د ایران رسمي ځواب د عمان له لارې واستول شو
Mar 28, 2025 08:26پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تېر ماښام اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته د ایران رسمي ځواب د عمان له لارې استول شوی دی.
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر استازي او قطري چارواکي د سوریې د حاکمیت په ټاکلو کې د سوریې د ډلو په ګډون ټینګار کړی
Mar 27, 2025 04:08د سوریې په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي د قطر له چارواکو سره د سوریې په اړه د خبرو اترو لپاره په خپلو کښې وکتل او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او د هیواد د خپلواک نظام په ټاکلو کې یې د ټولو ډلو په شتون ټینګار وکړ.
-
تراوسه مو د ټرامپ لیک ته ځواب نه دی ورکړی
Mar 26, 2025 03:55پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې تهران تراوسه د امریکا د ولسمشر لیک ته ځواب نه دی ورکړی وویل: دا ځواب د بشپړېدو په حال کې دی چې په مناسب وخت کې به ورکړل شي.
-
د امریکا د کانګرس غړو د پاکستان پر لوی درستیز د بندیز غوښتنه وکړه
Mar 26, 2025 03:43د امریکا د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو دوو سناتورانو، د مارچ په ۲۴مه کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړې، چې د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز، عاصم منیر، د بندیزونو غوښتنه کوي.
-
ایراني عکاس، د تاجکستان د جشنوارې د سرو زرو مډال ګټونکی
Mar 25, 2025 11:35پارس ټوډې – د ایران د سینما او تیاتر عکاس د تاجکستان په نړیوال عکس فیسټیوال کې د سرو زرو مډال وګاټه.
-
بقايي: موږ ویاړو چې ایراني نوروز اوس د بېلابېلو ملتونو لخوا د دوستۍ او سولې د سمبول په توګه لمانځل کېږي
Mar 25, 2025 11:19پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ترکیې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره چې وايي نوروز د ترکانو جشن هم دی، څرګنده کړه: دا څرګندونې د نوروز د ستر پیغام د ژورتیا او بډاینې نښه ده.
-
د ترکیې خلک د استانبول د ښاروال د نیولو پر ضد لاریونونو ته دوام ورکوي
Mar 24, 2025 12:31د ترکیې سیاسي او ټولنیزو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې خپرې کړې، چې د استانبول د ښاروالۍ د ښاروال اکرم امام اوغلو د نیولو په ضد د اعتراضونو نوی بڼه ښی .
-
عراقچي د صهيونيسټي رژيم د جنایاتونو پر بندېدو او د ناامنۍ د زیاتوالي پر مخنيوي ټينګار وکړ
Mar 22, 2025 04:11پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په غزه کې د صهيونيسټي رژيم جنایاتونه وغندل او د دې جناياتو د بندېدو او په ټوله سيمه کې د ناامنۍ له زیاتوالي څخه د مخنیوي لپاره د اسلامي او سیمه ایزو هېوادونو د بېړني اقداماتو پر ضرورت ټینګار وکړ.