ایراني عکاس، د تاجکستان د جشنوارې د سرو زرو مډال ګټونکی
(last modified Tue, 25 Mar 2025 10:35:39 GMT )
Mar 25, 2025 15:05 Asia/Kabul
  • ایراني عکاس، د تاجکستان د جشنوارې د سرو زرو مډال ګټونکی

پارس ټوډې – د ایران د سینما او تیاتر عکاس د تاجکستان په نړیوال عکس فیسټیوال کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د ایران د سینما او تیاتر انځور اخیستونکی مهدي آشنا چې تر دې مخکې یې د عکاسۍ څو نړیوالې جایزې ګټلې وې، د تاجکستان په نړیوال انځوریز فیسټیوال کې د "photo art" د سرو زرو مډال وګاټه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ دغه فسټيوال ته غوره شوي عکسونه په داسې حال کې چې د انځور اخیستونکي په نوم سره د عکاسۍ هنر د نړيوال فدراسيون په آرشیف کې د ثبت ترڅنګ، د هنري درجې د ترلاسه کولو لپاره به محسابه شي.

دا فسټیوال د عکاسۍ یو له معتبرو نړیوالو فسټیوالونو څخه شمېرل کېږي او په څو برخو: "آزاد"، "آتنوګرافي"، "پرتره"، " چشم انداز" او "نړۍ" کې ترسره شوی دی.

مهدي آشنا هم د دې فسټیوال د (E_honorable mention) جایزه ترلاسه کړه.