د یمن روان کړکیچ هیڅ پوځي حل لاره نه لري
(last modified Sun, 30 Mar 2025 03:03:43 GMT )
Mar 30, 2025 07:33 Asia/Kabul
  • د یمن روان کړکیچ هیڅ پوځي حل لاره نه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت مرستیال د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کښې، د امریکې له خوا په یمن د بمباریو په بندیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: په دې هیواد کښې د روان کړکیچ د هواري لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته.

د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال «مجید تخت‌روانچي» په خپلې ایکس پاڼې باندې، د یمن لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي «هانس ګرونډبرګ» سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ولیکل: مونږ د یمن د خطرناکو حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه.

هغه ټینګار وکړ، د یمن خلاف د امریکې دوامداره درنې حملې چې له امله یې ډیر ملګي وګړي شهیدان او ژوبل شوي او د یمن بیخ بیناوې ورانې شوې دي، باید بندې شي.

تخت روانچي په دې ټکي باندې په تاکید سره چې د یمن د روان کړکیچ د هواري هیڅ پوځي حل لاره نشته، ولیکل: ټولې هلې ځلې باید د اوربند د پیاوړتیا او د تیرې موافقې د اجرا کیدو لپاره وشي او ایران د دا ډول هلوځلو ملاتړ کوي.