-
کراچۍ کښې د پاره چنار د لارې د بندیدا په هکله پرلتې دوام لري
Dec 29, 2024 14:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پاره چنار سیمې د لارې د بندیدا په هکله په ټول کراچۍ ښار کښې پرلتې دوام لري.
-
پاراچنار چرته دی او ددغې سیمې د ځاي اوسیدونکو د قتل عام پیښه څه ده ؟
Dec 28, 2024 11:18تهران ریډیو- پاراچنار د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې یو ښار دی چې زیاتره خلک ئې د شیعه مذهب او مکتب پیروکار دي ، داسې خلک په وروستیو کلونو کې پر ې په کرتو د تکفیری او داعشي ترهه ګرو او د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي وګړو دحملو ښکار شوي دي ،
-
پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو په وژلې باندې اعتراضونه
Dec 26, 2024 04:14پاکستانیانو د پاړه چنار د غمیزو په غندنه کښې مظاهرې وکړې.
-
که د پاراچنار یوازنۍستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي،نوټول پاکستان به بلاک کړي
Dec 25, 2024 02:54له پرون ناوخت راهسې د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ وهل شوي او پرلتۍ وهونکو کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي.
-
د پاراچنار پیښور ستره لاره دې فوري پرانیستل شي
Dec 24, 2024 11:08د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې ګواښ کړی دی ،که دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
-
د پاکستان په پاراچنار کې انساني ناورین په رامینځةکیدا دی
Dec 22, 2024 01:32ډیری کارپوهان او شناندي وائي که حکومت او امنیتی ادارې د خپلو ښاریزو د امنیت په ټينګولو کې جدي وائ نو هیڅکله به په دغې سیمې کې په تیره بیه په جرنیلي سړک باندې داسې کومه ناندرئ پیښه شوي نه وه ،خو ځیني سرچینې دا هم وائي چې ځیني کړئ غواړي په کورمې کې اړئ ګړئ وي او ځای اوسیدونکي له دغې سیمې کوچیدا ته اړ شي.
-
د پاکستان د ټل پاره چنار لاره اوس هم تړل شوي ده
Nov 26, 2024 01:50زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کورمه سیمه کښې د اهل سنتو غړیو لخوا له کابو یوه نیمې میاشتې راهسې د اهل تشیع د وګړو لپاره د ټل پاره چناره لویه لاره تړل شوي ده
-
په پاړاچنار کې د ترهګریزې حملې پر ضد پاکستانیانو مظاهره وکړه
Nov 23, 2024 03:07په سلګونه پاکستاني مظاهره چیانو د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې، د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.
-
د پاکستان په کرمې ضلعې کښې نن هم د طوري او بنګش قومونو امن لاریون دوام درلود
Nov 08, 2024 11:01زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ضلعې له مرکز پاره چنار څخه د طوري او د بنګش قبیلو امن مارچ او لاریون نن هم دوام درلود.
-
په ټل ، پاره چنار لاره کښې ترهګرو بیا یوشمیر کسان مړه او ژوبل کړل
Nov 05, 2024 11:31زمونږ خبریال راپور راکړی نن بیا په کوزې کرمې کښې د اوچت په ډاډ قمر سیمه کښې په مسافر وړونکو ګاډي باندې د وسله والو ترهګرو په برید کښې تراوسه دوه کسان وژل شوي او یوه ښځه هم ژوبل شوي ده.