-
پاکستان اوازبکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ
Apr 08, 2025 11:16د ازبکستان ولسمشر، د پاکستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د ترانس- افغان کوریډور د پروژې د عملي کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
پاکستان وايي امریکا ورسره ومنله چې په افغانستان کې د پاتې وسلو چاره باید وشي
Apr 08, 2025 08:54د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډارسره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځې تجهیزاتو د ستونزې په اړه خبرې وکړې
-
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخالفین د دې هېواد دښمنان دي
Apr 07, 2025 10:20د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، هر هغه څوک چې د افغان کډوالو د ایستلو مخالفت کوي، د دغه هېواد دښمن دی.
-
طالبان: پاکستان افغانان د زور له لارې او ایران له افغانستان سره د یو ګډ میکانیزم له لارې افغانان راستنوي
Apr 07, 2025 02:24د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونو چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چې له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
-
پاکستان د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه تمدید کړي
Apr 06, 2025 12:29زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري حقوقو کارپیژاندو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان ښاریز دې مه وباسي او هغه دې ډيپورټ مه کوي او دغه راز راپورونه وايي چې د افغانستان د ښاریزو د ایستلو نیټه شاید د اپریل د میاشتې تر لسمې نیټې پورې تمدید شي.
-
امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته یو پلاوی لېږي
Apr 06, 2025 10:17زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو لپاره د دغه وزارت د رییس ایرک مایر په مشرۍ به د امریکا یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو پروګرام د لغوه کولو غوښتنه وکړه
Apr 06, 2025 04:00د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د لغوه کولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
-
اسلام آباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي
Apr 04, 2025 10:48پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو د مهالوېش پایته رسېدو وروسته پولیسو ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
-
دګاونډیتوب سیاست ته پابندي د ایران لومړیتوب دی
Apr 04, 2025 02:44د ایران د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د برخې عمومی مدیر محمد رضابهرامي چې کابل ته په سفر تللی ، د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې ئې له هیرمند څځه د ایران د حقابه او له ایرانه د افغانستان د مهاجرینو د بیرته ستنیدا په زمینې کې د ملګرتیا پشمول ددوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې وکړې.
-
په افغانستان کې د ماینونو ټریجډي؛ترټولو زیات قریانیان ماشومان دي
Apr 04, 2025 02:38د سره صلیب کمیټې په خپل یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو او له جنګ جګړو د پاتې مهماتو د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه موضوع په دغه هیواد کې د یوه جدی انساني بحران ښودنه کوي.