-
پر غزې د صهيونیسټي رژيم د حملې له پېل راهيسي، هره ورځ يو خبريال په شهادت رسېږي
Feb 19, 2024 02:18د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د خبریالانو د شهادت په هکله وروستی راپور ښیي، چې پر غزې د نیواکګر رژیم د حملو له پیل راهیسې تراوسه ۱۳۱ خبریالان شهیدان شوي دي.
-
په مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي
Feb 19, 2024 02:05د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.
-
روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
-
د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا پیل شوې
Feb 19, 2024 01:40د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربه توب پرون دسلواغې په ۲۹مه پیل شوه.
-
عربستان د خپلواک فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی
Feb 19, 2024 01:23د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسرائیلي رژیم په ګډون په منځني ختیځ کې د امن راتلو یوازنۍ لاره دا ده چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدو ته لاره هواره شي.
-
عمومی انتخابات د ټولو مشکلاتو حل او د ملی وحدت ساتل دي
Feb 18, 2024 12:01د ایران د اسلامی شورا د انتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍد خبرګانو د شورا د انتخاباتو شپږم پړاؤ د کب د میاشتې په یولسمه نیټه په جمعې ورخې په درست ایران کې په یو وخت ترسره کیږي.
-
د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ ډيرې مهمې او ارزښتمنې دي
Feb 18, 2024 11:14د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوالوسیالیو څلویښتم پړاؤ د سلواغې په اته ویشتمه نیټه پیل شوي او د کب دمیاشتې تر دوهمې نیټې پورې به دوام وکړي.
-
د هیرمند د اوبو دکمیشنرانو ناسته بې نتیجې پاي ته ورسیده
Feb 18, 2024 10:27د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته د پابندۍ لپاره په افغانستان د ایران په ااعتراض پسې په زابل ښار کې د ایران او افغانستان د نمایندګانو په شتون سره غونډه له کومو ښو نتیجو ته له رسیدا پرته پاي ته ورسیده.
-
د افغانستان د تخنینکي اوفني زده کړو سویه لاپياوړي کوي
Feb 18, 2024 10:00د افغانستان دتخنیکي او حرفه وي زده کړو د ادارې له سرپرست سره په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د نماینده په کتنې کې دواړو لورو د افغانستان د تخنیکی او حرفه وي زده کړو د سوئې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
د ډیورینډ کرښې په هکله د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ د تاوتریخوالي زیاتیدل:-
Feb 18, 2024 09:57د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاندې« ممتاز زهرا بلوچ» د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د نړیوال سرحد په توګه د ډیورینډ سرحدي کرښې په رسمیت د نه پيژندلو په هکله د طالبانو د خارجه وزارت د سیاسي چارو د مرستیال شیر محمد عباس استانکزي وروستۍ څرګندونې چټي او ځان منمه وبللې.