د افغانستان  د  تخنینکي اوفني  زده کړو سویه لاپياوړي کوي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146368-د_افغانستان_د_تخنینکي_اوفني_زده_کړو_سویه_لاپياوړي_کوي
د افغانستان  دتخنیکي او حرفه وي زده کړو د  ادارې له سرپرست  سره په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د  نماینده  په کتنې کې دواړو لورو  د افغانستان  د تخنیکی او حرفه وي زده کړو د سوئې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-02-18T09:04:09+00:00 )
Feb 18, 2024 13:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان  د  تخنینکي اوفني  زده کړو سویه لاپياوړي کوي  

د افغانستان  دتخنیکي او حرفه وي زده کړو د  ادارې له سرپرست  سره په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د  نماینده  په کتنې کې دواړو لورو  د افغانستان  د تخنیکی او حرفه وي زده کړو د سوئې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ایرناخبري آژانس راپورورکړی، د افغانستان د تخنیکي او حرفه  وي زده کړو د ادارې سرپرست  غلام حیدر شهامت  په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفارت  له نماینده امیر رضا ادیبي سره په دغې کتنې کې  دافغانستان ولس ته د تهران د ښې توجه په قدرونې سره  ټينګار وکړ،  چې دمګړئ  کابل د پراختیا لباره  د اسلامی  هیوادونو ملګرتیا ته ډيره اړتیا لري.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  دغه اداره ، د اقتصادي پراختیا په لړ کې او د بې وځلۍ  د کمولو لپاره  مهم رول لوبوي ، زیاته کړې ده ،دغه اورګان د ښونې دڅرنګوالي په رابطه کې  له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ ده .

شهامت صیب  د  استاذانو او روزونکو د سوئې  د لوړتیا، د درسیي پروګرام د برابریدا، د کیفیّت د تضمین  او  په ایرانیو موسیسو او زده کړې مرکزونو کې  د تخنیکي او حرفه وي  پړاؤنو  د فارغ التحصیلانو دګمارولو لپاره د ایراني لوري دملګرتیا غوښته وکړه.

په کابل کې د ایران د سفارت استازي هم  په دغې ناستې کې  د افغانستان د تخنیکي او حرفه وي  زده کړې د ادارې سرپرست ته بلنه ورکړه څو د مناسبو فرصتونو د رامینځةکولو لپاره دې تهران ته سفر وکړي. هغه د افغانستان اوسني وضعیّت ته په اشارې سره ووئيل، دغه هیواد داقتصادي پرمختګ  لپاره  شپې ورځې  کار او  او د هڅو زیاتولو ته ا ړتیا لري چې باید په ګډه سره دغه کار وکړو. او ایران له افغان وروڼو سره هرډول مرستو او ملګرتیاؤ  ته تیار دی.