د هیرمند د  اوبو دکمیشنرانو ناسته بې نتیجې پاي ته  ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146372-د_هیرمند_د_اوبو_دکمیشنرانو_ناسته_بې_نتیجې_پاي_ته_ورسیده
د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱لمریز کال  تړون ته د پابندۍ لپاره په افغانستان د ایران په ااعتراض پسې په زابل ښار کې د ایران او  افغانستان د نمایندګانو په شتون سره غونډه  له کومو ښو نتیجو ته له رسیدا پرته پاي ته ورسیده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2024 10:27 Asia/Kabul
  • د هیرمند د  اوبو دکمیشنرانو ناسته بې نتیجې پاي ته  ورسیده

د هیرمند د اوبو په باب د ۱۳۵۱لمریز کال  تړون ته د پابندۍ لپاره په افغانستان د ایران په ااعتراض پسې په زابل ښار کې د ایران او  افغانستان د نمایندګانو په شتون سره غونډه  له کومو ښو نتیجو ته له رسیدا پرته پاي ته ورسیده.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،  د  هیرمند د اوبو د کمیشنرانو  دناستې له ترسره کیدا  وروسته د ایراني لوري  په اعلامیې کې   اعلان شوی دی،د ایران او افغانستان ترمینځ دشوي  تړون په اساس ،  په وروستیو کلونو کې  دهیرمند سین  اوبه  مونږ ته نه پریښودل کیږي،  چې ګاونډيتوب ته په پام سره د شوو موافقو او تړونونو په اساس یو اساسی حق دی .

ایراني لوري په دغې ناستې  په دې باب د یوه راپور په وړاندې کولو سره ددغه سین په لاره کې  دافغانستان  د ځينو تخنیکي خنډونو د مشکلاتو په تیره  بیا د د کمالخان ډیم   اصلاح کولو پشمول  د ایران دحق آبه   د احقاق  خنډونو ته اشاره کړې  او د سیستان او بلوچستان  د خوئيندو او وروڼو  د قانوني حق آبې  دتامین او دمشکلاتو د  ختمولو لپاره  دهراړخیزو هڅو  د کارولو غوښته وکړه.

 ددغې غونډې په بلې برخې کې  افغان  لوري  د یوه راپور په وړاندې کولو سره  په دغه هیواد کې د سختې وچکالۍ  مدعي شو چې د  ایران تخنیکي کارپوهانو د علمی  مستنداتو او د سپوږمکیزو  انځورونو په وړاندې کولو سره دغه ادعا له چیلنج سره مخ کړه او  د افغانستان له لوري ئې په تړون کې د لیکل شوو ژمنو داجرا غوښتنه وکړه.

بلاخره  د ایراني لوري له ډیرو دلیلونو او د مستنداتو  او تخنیکي مدرکونو  او انځورونو له وړاندې کولو سره سره په مقابل لوري کې د کافی ارادې د نه شتون او دملګرتیا نه کولو په دلیل د وروستیو څو کلونو غونډې بې نتیجې  پاتې دي. ایرانی لوری  په دغې رَوئې باندې په اعتراض سره  تمه لري، د افغانستان واکوالان  دې، د هیرمند ۱۳۵۱ لمری کال تړون ته پابندي  په خبرو کې نه ،بلکې د په عمل کې  اثبات ته ورسوي.