-
له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستانه شوي
Dec 10, 2023 01:22د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال ورستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ورستنېدو لړۍ دوام لري.
-
په تخار کې غلو له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی
Dec 10, 2023 01:07د افغانستان په تخار کې سیمهایزې سرچینې وايي، غلو په دغه ولایت کې له یوه ۲۳ کلن هلک سر پرې کړی دی.
-
نوازشریف له ګاونډیو سره په ښو اړیکو ټینګار وکړ
Dec 09, 2023 13:10زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر نوازشریف نن په لاهور کښې د خپل ګوند غړیو ته په وینا کښې د پاکستان له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو پرضرورت ټینګار وکړ او حیرانه شو یو هیواد څرنګه خپل نړیوال حیثیت ترلاسه کولی شي په داسې حال کښې چې له ګاونډیو هیوادونو سره اختلافات ولري.
-
ملګروملتونو د افغانستان د کډوالو په ایستلو اندیښنه وښودله
Dec 09, 2023 10:03تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو لوړې کمشنرۍ په یوه راپور کښې په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو د نیولو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه.
-
په سیاسي فعالیتونو کې د لاس لرلو له امله له پاکستان څخه د لس افغانانو ویستل
Dec 09, 2023 02:46د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، هغه لس تنه افغانان چې قانون اسناد یې درلودل، خو د دغه هېواد په سیاسي فعالیتونو کې لاس درلود، له پاکستان څخه ویستل شوي دي.
-
عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه
Dec 08, 2023 12:53تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د کډوالو په ایستلو نیوکه وکړه.
-
پاکستان او د ترهګرۍ په هکله د امریکا د کلني راپور په کلکه ردول:-
Dec 08, 2023 11:52پاکستان د ټروریزم په هکله د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره د اسلام اباد پرضد د واشنګټن ادعا د حقایقو اپوټه ښودل وباله.
-
مسلمان ملتونه د فلسطین د مسلې لپاره متحد شي
Dec 08, 2023 08:45زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان علماو د ایران د «خانه فرهنګ» په کوربه توب یوې غونډې کښې د فلسطین د مسلې د حل لپاره د مسلمانو ملتونو په اتحاد باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل باید د اقتصادي دباو له لارې د صهیونیسټ رژيم کار تمام کړو.
-
پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امریکا راپور رد کړ
Dec 08, 2023 02:13ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه چې اسلام اباد د یوه خپلواکه هیواد په توګه له خپلو مسولیتونو خبر دی او د ترهګرۍ په اړه د امریکا په راپور کې شوې ادعا ردوي.
-
سورسمندر د صهیونیسټي کشتیو د تګ راتګ لپاره ممنوع دی
Dec 07, 2023 12:32د یمن د ملي نجات حکومت دفاع وزیر وويل: سور سمندر له عقبه خلیجه رانیولې تر باب المندب پورې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د کشتیو هرډول تګ راتګ لپاره ممنوع دی.