-
پېښور کې افغانه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې
Sep 02, 2023 01:55د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ د ناڅرګندو کسانو له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.
-
جوزجان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی
Sep 02, 2023 01:52جوزجان کې د افغان-ترک د صحت طفل روغتون چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه زیات شوی دی.
-
د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
Sep 02, 2023 01:47د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
-
د سلاموطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول
Sep 02, 2023 01:45سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلاموطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.
-
د ایران د خارجه وزارت ویندوی په پاکستاني عسکرو ترهه ګره حمله وغندله
Sep 01, 2023 10:24د پاکستان د خیبر پښتونخواه د بنون په جانی خیلو سیمه کې یو ځان وژونکی کس چی په موټر سایکل سپور وو ، د پاکستاني عسکرو ګاډی ته نږدې ځان والوزوه چی له امله یې نهه عسکر شهیدان او لږ تر لږه ۱۷ نور هم ژوبل شول .
-
پاکستان کښې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له هلوځلو اندیښنه
Sep 01, 2023 04:12د پاکستان ځینو سیاسي او مذهبي مشرانو له اسرائیلو سره د دغه هیواد د اړیکو د سمولو لپاره له ځینو هلوځلو خپله اندیښنه اعلان کړه.
-
د پاکستان ځمکني او هوايي ځواکونو ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل
Sep 01, 2023 03:52د پاکستان د پوځ هوايي او ځمکنیو ځواکونو په پنجاب صوبه کښې ګډه مانوره ترسره کړې ده.
-
ایران او پاکستان د انرژۍ او د ختیځ ـ لویدیځ دهلیز په برخه کې د همکارۍ په برخه کې خبرې وکړې
Aug 31, 2023 08:29د پاکستان د پراختیا او پلان وزیر او په دغه هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د انرژۍ په برخه کط د ګډو همکاریو په فرصتونو، د ختیځ ــ لودیځ دهلیز او د دوه اړخیزه سوداګرۍ د پیاوړتیا په برخه کې د ځآنګړې میکانیزم پر پلي کېدو خبرې اترې وکړې.
-
د افغانستان حکومت د پاکستان ځینې ترهګر نیولي دي
Aug 31, 2023 01:59زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو موقته وزیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل چې د افغانستان د طالبانو حکومت په پاکستان کښې د ځینو ترهګرو حملو مسوول کسان نیولي دي او د اسلام اباد چارواکي ېې له دغه خبرې خبر کړي دي.