د افغانستان بانک مشر په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 01:49 Asia/Kabul
د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار - هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
حسيب الله نوري زیاتوي، چې هدایت الله بدري به له درملنې وروسته ژر تر ژره خپلې دندې ته راوګرځي.
ښاغلی بدري هرات ته په رسمي سفر تللی وو چې په لاره کې یې موټر ترافیکي حادثه کړې وه.
ټیګونه